Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

دولت ځدران څه ګناه کړې

د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی دولت ځدراڼ وايي د کرکټ بورډ مشران ورسره د مور او میرې چلند کوي. نوموړي پر خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي دي که څه هم دی روغ، جوړ او سیالیو ته چمتو دی، خو د کرکټ بورډ مسؤلینو د کرکټ له نړیوال جام سیالیو راوروسته په هېڅ لوبه کې د لوبېدو چانس نه‌دی ورکړی.

ښاغلي ځدراڼ د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه تورنه کړې چې د یو شمېر کړیو او میافیايي ډلو په خوښه ورته په ټیم کې د لوبېدو چانس نه‌ورکوي.

نوموړي د مافیايي ډلو او کړیو نومونه نه‌دي اخیستي.

ځدراڼ لیکلي دي چې د افغانستان په تېزو توپ اچوونکو کې لومړنی لوبغاړی دی چې ۱۰۰ وېکټې يې ترلاسه کړي، خو کرکټ بورډ يې حق خوري.

نوموړي لیکلي: “زه د بورډ د سلېکشن کمېټې له لوري ورځ تر بلې په تمه کېږم، زموږ د سلېکشن کمېټې مشر د بل هېواد دی، هغه کرکټ بورډ ته موږ ته په زاریو راځي، نو څنګه به ښه انتخاب وکړي؟ ما څه ګناه کړې؟”

ښاغلي ځدراڼ په دې لنډه لیکنه کې د کرکټ بورډ مشران هم تورن کړي چې په کرکټ نه‌پوهېږي او افغان کرکټ‌يې له ستونزو سره مخ کړی دی.

خو د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د لوبغاړو انتخاب د دوی لاسته راوړنو او فټنس ته په کتو د غوراوي د کمېټې دنده چې د بېلابېلو سیالیو لپاره لوبغاړي وټاکي.

د افغانستان کرکټ بورډ ازادي راډیو ته وايي چې د دغه بورډ مشران د لوبغاړو په غوراوي کې هېڅ ډول لاسوهنه نه‌کوي.

دولت ځدراڼ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی دی چې له تېرو نږدې اووه میاشتو راهیسې د لوبډلې برخه نه‌دی.

نوموړی ۳۱ کاله عمر لري، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې يې د کاناډا په وړاندې خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وکړه.

ده تر دې دمه په ۸۲ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۱۱۵ او دغه‌شان په ۳۴ شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې ۴۰ وېکټې اخیستې دي.

دولت ځدراڼ داسې مهال د کرکټ بورډ مشران او غوراوي کمېټه په بې‌عدالتۍ تورنه کړې چې افغان لوبډله اوس‌مهال په هندوستان کې ده او ټاکل شوې چې د راتلونکې جمعې په ورځ د ایرلنډ په وړاندې د درېیو شل اوریزو سیالیو لړۍ پیل کړي. دیادونې وړ ده چې ملي ټبم نن جمعه په ورځ د ایرلینډ خلاف ټي ټونټي لوبه کوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button