نړیوال خبرونه

دوه پاکستاني طالب علمانو د کورونا د ناروغۍ معلومولو لپاره اله جوړه کړه

د ګاونډي هېواد دوو طالب علمانو د کرونا ویروس د تشخیص لپاره یو داسې اله جوړه کړې ده چې د دغې ناروغۍ تشخیص کوي او په ډطر لګ وخت کې د کرونا تشخییص کوي.

دغه اله ، چې په ۲۰ ثانیو کې د کورونا ویروس ناروغي تشخیصوي. دغه اله د سږو د کمپيوټډ ټوموګرافي (سي ټي سکن) نه د کورونا ویروس ناروغي تشخیصوي.

دغه اله په پاکستان کې د غلام اسحق خان انسټیټيوټ دوه زده کړیالانو انجنیر محمد علیم او د هغه ملګري انجنیر راهول راج جوړه کړې ده.

هغوی وايي، چې کورونا ویروس په خورا چټکۍ سره په خپرېدو دی او دوی له همدې کبله وغوښتل، چې داسې یوه مصنوعي اله جوړه کړي، چې په لږ وخت کې د کورونا ناروغان تشخیص کړي او د درملنې لپاره یې روغتیايي مرکزونو ته ولېږي.

هغوی وايي، چې دغه اله یې د سي ټي سکن په ډول جوړه کړې ده او په سلو کې ۹۲ سلنه معاینات په سهي توګه کړای شي او له لسو تر شلو ثانیو کې په انسان کې د کورونا ویروس ناروغي معلوموي.

په پاکستان کې اوس مهال د کورونا ناروغانو معاینات په ۲۴ ساعتونو کې ترسره کېږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button