ټکنالوجي

دټک ټاک کارونکولپاره نوی خبر

ددټک ټاک کارونکولپاره نوی خبر. ټک ټاک په پاکستان او افغانستان کې ډېر استفاده کونکی اپ دی او هره ورځ لسګونه کسان او مشهورې څېرې ویډیو ګانې جوړی۔اوس ټک ټاک د خپلو کاروونکو لپاره په يو نوي مهم بدلون باندې کار روان کړى دى.

د ساینس او ټېکنالوژۍ مشهورې وېبپاڼې The werg په يو راپور کې ذکر کړي دي، چې د کوچنيو ويډيوګانو مشهور اپليکېشن ټک ټاک مسوولين په دې اړه کار کوي، چې د ويډيوګانو وخت زيات کړي.د ټک ټاک مسوولين وايي، چې دوى به د ويډيو وخت تر درې دقيقو پورې اوږد کړي او په ازمايښتي ډول يې دا کار روان کړى دى. دوى وايي، چې په ازمايښتي وخت کې به دوى وګوري، چې دا بدلون په کاروونکو کې څه تغير راولي او څه پايلې يې راوځي.چې کارونکي ترینه نور هم مزه واخلي.

د دغه آپ لخواد اوږدو ويډيوګانو دا اسانتيا اوس يوازې ځينو مشخصو ټک ټاک کاروونکو ته ورکړل شوې ده او د لومړۍ ازمايښتي مرحلې څخه وروسته به د ټک ټاک مسوولين په دې اړه پرېکړه کوي، چې دا اوس ټولو کاروونکو ته وړاندې کړي او که نه.د يادولو وړ ده چې په ټک ټاک کې زيات نه زيات د ١ دقيقې ويډيو خپرولو اجازه شته، همدا د ټک ټاک ځانګړنه ده، ځکه د اوږدو ويډيوګانو لپاره د يوټيوب مشهوره وېبپاڼه شته، چې ميليونونه ليدونکي لري.او هر عام او خاص وګړي پکې خپل چېنلونه لري.

(TikTok) د کوچنيو ويډيوګانو له امله ډېر مشهور شو، ځکه همدا يې ځانګړې خبره وه، چې خلکو د دقيقو پر ځاى په ثانيو کې خپل پېغامونه خلکو ته رسول او د دې تر څنګ پکې جالبې ويډيوګانې هم په ثانيو کې خپروي، چې خلک يې ژر ګوري او ډېر وخت يې نه ضايع کېږي.

دټک ټاک کارونکولپاره نوی خبر
دټک ټاک کارونکولپاره نوی خبر

یادشرکت د ٣ دقيقو ويډيوګانو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو هغه وېبپاڼې او خلک چې د ټېکنالوژۍ په نړۍ نظر ساتي، هغوى وايي چې ټک ټاک دا اسانتيا مشخصو خلکو ته ورکړې ده او تر پايلو وروسته به نورو خلکو ته هم وړاندې شي.چې استفاده ترینه وکړي. خلکو ته لږ اوږده پیغامونه واستوي.او نورې جالب کلپونه جوړ کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button