نړیوال خبرونه

د اا پر مسولینو د سفرونو یندیز په اړه غونډه بې پایلو ختمه شوه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايي، چې د یو شمېر طالب چارواکو د سفر د معافیت غځولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې شپې غونډه بې پایلې پای ته ورسېده

د سفر د معافیت د تمدید په اړه اختلاف

بلخوا د فرانسې خبري آژانس د ډيپلوماټيکو سرچینو له خولې ویلي دي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې شپې په غونډه کې د اسلامي امارت د دیارلسو چارواکو د سفرونو د معافیت د غځولو پر سر اختلاف رامنځته شو او د دې شورا غړي په دې تړاو هوکړې ته ونه رسېدل.

د دغه رپوټ له مخې، د امریکا متحده ایالتونو په ګډون لوېدیځ هېوادونه د سفرونو د معافیت له نوملړه د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د نومونو د لېرې کېدو غوښتونکي دي، خو روسیه او چین په دې تړاو له لوېدیځ سره د نظر اختلاف لري.

پخوانی ډيپلوماټ سید نورالله راغي وویل:«د طالبانو د سفر معافیت به د امریکا وروستۍ طرحې ته په پاملرنې چې په دې وروستیو کې یې وړاندې کړې ده وبه غځول شي. دا طرحه په دې معنا ده چې د طالبانو د شپږو غړو د سفر معافیت تمدیدېږي

ور یی ولوله | د پاسپورټ ریاست : ډېر ژر به کابل کې د پاسپورټ د وېش مرکزونه پرانستل شي

ور یی ولوله | نجونو ته د زده کړو د زمینې پر برابرولو د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار وکړ

نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره اړیکه ونیسي

دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دویمه غونډه ده چې په دې تړاو بې پایلې پاتې کېږي. تر اوسه څرګنده نه ده،چې د اسلامي امارت د چارواکو د سفرونو د معافیت په تړاو به د ملګرو متلونو د امنیت شورا بله غونډه کله جوړېږي. د پوهنتون استاد سید جواد حسیني وايي:«چین او روسیه په دې اند دي چې معافیت باید وغځول شي، د دې لپاره چې نړۍواله ټولنه اړتیا لري چې له طالبانو سره تعامل وکړي

سرپرست حکومت د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د سفرونو د معافیت د مسلې د جنجالي کېدو په تړاو وایي چې د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ، باید د اسلامي امارت د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور نوملړه وایستل شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله څرګندوي:«هغه اقدام چې اوس نیول شوي یوازې واټن زیاتوي او د هېڅ لوري په ګټه نه دي، موږ د دې غوښتونکي یوو چې د خبرو اترو لار دې ونیول شي او له دې لارې مسایل حل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button