ټکنالوجي

د اجرستان ولسوالۍ اوسېدونکي: مخابراتي خدمتونو ته سم لاسرسي نه لرو

د غزني د اجرستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري

دوی وايي، ډېر کله د اړیکو نیولو لپاره د غره سر ته خېژي، یا څنګ‌لورو ولسوالیو ته ځي او یا هم د غزني مرکز ته په ساعتونو ساعتونو لار وهي، څو د خپلې کورنۍ له مسافرو، کاروباریانو او نورو سره اړیکه ټینګه کړي.

د یادې ولسوالۍ د لنګرخېلو سیمې یوه قومي مشر مجید وایې، دوی له تېرو دوو لسیزو راهیسې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، نه تېر او نه هم طالبي حکومت د دوی ستونزو ته پاملرنه کړې ده.

د اکثریت خلکو غوښتنې

هغه وايي: “مونږ په تېرو ۲۲ کلونو کې هیڅ مخابراتي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لرو، له حکومت مو غوښتنه دا ده چې په اجرستان ولسوالۍ کې خپل مخابراتي خدمتونه پیل کړي، تر څو ولس له ستونزو را ووځي.”

د اجرستان یوه بل قومي مخور صاحب خان وویل، په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو فعالیت نشتوالي له امله خلک ډېر کله د خپلوانو د غم او ښادۍ په مراسمو کې له ګډون څخه بې‌برخې کېږي.

دی هم له طالبانو غوښتنه کوي چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي او ستونزې دې حل کړي.

طالبانو ژمنې کړې دي

په همدې حال کې، د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسؤولین هم د خلکو ستونزې پر ځای بولي او وايي، د پلان له مخې به په ټولو ولسوالیو کې خلکو ته مخابراتي خدمتونه وړاندې شي.

د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي عبدالولي طیب‌احمد زیاتوي، دوی په اجرستان کې یوه میاشت وړاندې د افغان بېسیم یوه پایه فعاله کړې ده؛ خو د هغه په وینا، اجرستان پراخه او غرنۍ سیمه ده، یاده پایه ورته بسنه، نه کوي او د دې ستونزې هواري لپاره د مخابراتي شبکو له مسوولینو سره خبرې شوې چې د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

نور ولولئ: سپینه ماڼۍ ويلي د مصنوعي ذکاوت پر وړاندې انسانان خوندي وساتئ

یاد مولوي وایي،: “د مخابراتي شبکو د لا ښه خدماتو ترسره کولو په اړوند له مرکز سره هم ځيني وړاندیزونه شریک شوي، د هغوی له غور او هدایت وروسته به په دغه ولایت کې عملآ کارونه شروع شي.”

د غزني اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې ډېری خلک خپل ورځني کارونه، سوداګري، معاملات په ښار او ولسوالیو کې په ټلېفوني اړیکو کنټرولوي چې په اوسني پرمختللي وخت کې دا ستونزه د اندېښنې وړ ده او طالبان باید ورته حل‌لاره ولټوي تر څو دا ستونزه هور هواره شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button