نړیوال خبرونه

د اختر په اړه ځينې اړين معلومات

د اختر د ورځې مسنون اعمال:

۱ـ غسل کول.

۲ـ د خپل بدن اضافی ويښتان اخيستل.

۳ـ پاکي يا نوې جامې اغوستل.

۴ـ رانجه او عطر استعمالول.

۵-  په وړوکي اختر کې له لمانځه مخکې خوراک کول سنت دي” او په غټ اختر کې له لمونځ څخه روسته قربانی کول او بيا د قربانۍ د مال غوښه خوړل مستحب دي.

۶ـ عيدګاه ته د وخته تلل او په اولنيو صفونو کې کېناستل.

۷ـ په يوه لاره تلل او په بله لاره راتلل سنت دي.

۸ـ عيدګاه ته د تللو په وخت کې تکبيراتِ تشريق په اوچت آواز سره ویل هم سنت دی.

کبيرات تشريق دادي:

الله اکبر، الله اکبر، لاالٰه الا الله، والله اکبر، الله اکبر، ولله الحمد.

د اختر خطبه:

د جمعې په ورځ دلمونځ نه مخکې خطبه ويل کيږی خو په اخترونو کښی دلمونځ نه روسته خطبه ويل کېږي چې اوريدل يې ضروري دي که دملا آواز نه هم راځي هلته ناسته ضروري ده ترڅو چې امام خطبه ختمه کړي بيا چې چرته ځي تللی شي.

د اختر د لمونځ نيت:

د اختر د لمونځ نيت په دې ډول دی: نيت مې وکړو زړه د اخلاصه، دوه رکعته واجب لمونځ کوم د دې غټ اختر (که غټ وي) سره د واړه تکبيرونو په رضا خاص خدايه تالره، مخ مي د کعبې شريفی په لوری الله اکبر.

نور یی ولوله | د شل اوریزو لوبډلو درجه بندي: افغانستان شاتګ وکړ

که څه هم نيت په ژبه ویل ضروري نه دي ځکه نيت اصل د زړه ارادې او قصد ته ویل کېږي خو بيا هم په ژبه ویل يې غوره دي. د اختر په موقعه د هرچا سره سلام کول داخترمبارکي ورکول او ورغاړی وتل دا يوه اسلامي طريقه ده، که يو سړي تاسره ډير زيات بد کړي دي او اوس هغه تاسره خبرې هم نه کوي نو په دې کې به الله تاته ډير زيات اجر درکوي چې ته هغه باندې ورمخکې شې او د اختر مبارکي ورسره وکړې.

په يو حديث مبارک کې راځي چې کوم مسلمان د بل مسلمان ورور سره بې غير د څه شرعي ممانعت څخه درې ورځو پورې خبرې ونه کړي نو دا دواړه کسان که په دغه وخت کې مړه شی جهنم ته به ځي. او بيا خصوصاً خپلو خپلوانو سره داسې اسلامي سلوک کولو ته صله رحمی وايې، د دې باره کې خو احاديثوکې راځی چې صله رحمي کونکی مسلمان به د قيامت په سخته او ګرمه ورځ باندې د الله جل جلاله د عرش د سوري لاندې ښه يخ ولاړ وي او هيڅ قسم سختي به پری نه وي.

نو ای مسلمانانو ! آیا دا کم اجر دی چې په معمولی عمل سره مسلمان دقيامت دسختی ورځی دسختۍ نه بچ کيږی؟ راځئ چې نن ځان سره دا عهد وکړو چې ان شاء الله په دې اختر کې به زه ټولو هغو عامو خلکو او خصوصاً خپلوانو سره د اختر مبارکي کوم ، او کومو خلکو چې ما سره بد کړي وه هغوی به د دې اختر د مبارکې ورځې په برکت معاف کوم ” الله دې مونږ او تاسو ټول په شريعتِ محمدي برابر کړي 

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button