لوبې

د شل اوریزو لوبډلو درجه بندي: افغانستان شاتګ وکړ

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) تازه د شل اوریزو لوبو د لوبډلو درجه بندي خپره کړې ده، چې افغانستان پکې نور شاتګ هم کړی دی او له بنګله دېش او سریلانکا څخه وروسته شوی دی.

د شل اوریزو لوبډلو په تازه درجه بندۍ کې هند لومړی مقام لري، چې ۲۷۰ نومرې یې دي او خپل لومړی مقام یې د مخکې په څېر ساتلی دی. همدا راز د انګلستان ۴ نومرې کمې شوې دي، خو اوس هم په دویم مقام کې قرار لري.

د پاکستان لوبډله بیا په دریم مقام کې ده، خو نومرې یې هم درې راکمې شوې دي، همدا راز د سویلي افریقا لوبډلې نومرې نه دي کمې شوي، خو یو مقام پورته تللې ده او اوس په څلورم مقام کې قرار لري. همدا راز د اسټرالیا لوبډله هم کومه نومره نه ده کمه شوې خو یو مقام پورته شوې او اوس په پنځم مقام کې قرار لري.

نور یی ولوله | نن په ټول هېواد کې د کوچنی اختر لومړی ورځ ده اختر مو مبارک شه

د نیوزیلینډ لوبډلې بیا ۵ نومرې کمې شوې دي او له دې امله دوه مقامه ښکته راغلې ده چې اوس په ۶م مقام کې قرار لري، د ویسټ انډیز لوبډلې پنځه نومرې زیاتې شوې دي، خو په خپل پخواني اووم مقام کې قرار لري.

د بنګله دېش دوه او د سریلانکا یوه نومره زیاته شوې ده او اوس اتم او نهم مقام ته پورته شوي دي او د افغانستان لوبډله بیا دوه مقامه ښکته تللې ده او اوس په ۱۰م مقام کې ده.

د افغانستان لوبډله چې مخکې له بنګله دېش او سریلانکا څخه مخکې په اتم مقام کې وه، ۶ نومرې یې کمې شوې دي او اوس د ۲۲۶ نومرو سره په لسم مقام کې قرار لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button