د اختر کیسې او کاسې

غني حسن/که اختر مذهبي، دیني او الهي ډالۍ وبولو، نو نه یوازي اخترونه زموږ لپاره د خوشالۍ فرصتونه ایجادوي بلکي، اقتصادي څرخې ته مو هم کش ورکوي، همداسي اخترونه نه یوازي مانوي بلکي مادي اړخ مو هم پیاوړی کوي، اقتصاد، فرهنګ او ادب په اخترونو کي په نوې بڼه ځلېږي.
اختر نه یوازي د دیني او ټولنیزو اړخونو سره تړلی دی، بلکي زموږ د ادب، ژبي هنر او کلتور د ښکلا او ځلا لپاره خورا مهم رول لري، اخترونه دودونه او عنعنات ژوندي ساتي، د افغاني او سیمي هویتونه څرګندوي او د ولایتونو او ساحو کلتوري، ژبني او هنري برخي تر نورو وختونو ښه تعریفوي-مثال که د کندهار خلک په اخترونو کي خامک غاړي، لستوڼي، او خامکي پټو یا دستمال پر اوږو کوي، همداسي د شمال اوسېدونکي چپنه او یا ازبکۍ خولۍ پر سرکوي او مشرقي لوری بیا پکول او واسکټونه اچوي او لویه پکتیا بیا ژړ وشمه پګړۍ پر سر کوي، همداسي ښځینه لوری هم خپل ځانونه تر نارینهوو کم نه بولي نکریزي چي تر اختر تیري سي بیخي ئې کوي نه، او ځوانان چي ارام ځای، ازادي او ښه ګوښه ځای وویني تر اتڼ تېرېږي نه. په کورونو کي بیا ځانګړي خواړه او خواږه دواړه اماده کېږي، قنادان مو کلچې، کیکان او د پخوانۍ پتاسو پر ځای نوي رنګارنګ کوشنۍ او لويي کلچې جوړوي. په کورونو کي ښځینه مو په ډيري ښې سلیقې د اختر دسترخوانونه جوړوي، چي دا ټولو رنګارنګۍ ته د اختر ښکلا او ځلا ویلای سو.
شاعران نوي شعرونه، هنرمندان په نوي طرزونو کي د اختر سندریزي ډالۍ او کمپوزران مو بیا نوي کمپوزونه جوړوي او ډیزاینران مو بیا په نوې بڼه نوي رنګونو کي نوي لنډي جملې، ټپې، لنډۍ او کاکړۍ یوځای کوي، عاشقان بیا خپلو معشوقو ته د رویبار پر ځای، په سمارټ فون او مبائیل کي نوي بیتونه او ټپې ډالۍ کوي، د شعر پر لمن نوي افکار زېږي، د مشاعرو ادبي پروګرامونو او مرکو زمینې مساعدېږي، سیاحت ته تر نورو وختونو پاملرنه ډېرېږي، په اخترونو کي د ځوانانو میلې او چړچې زیاتېږي، هم مو ټولنیز اړخ او هم مو ملي یووالي ته څه فیصدي کار کېږي، چي دا ټوله د افغاني فرهنګونو بډایهتوب دی. اخترونه زموږ د کلتور، ادبي الهاماتو، او د ژبي غنامندي کېدای سي.
خلک اخترونو ته نوي کالي، خواږه او خواړه، تحفې او نور اړین توکي حتمن برابروي، که کورنۍ هر رنګه غریبه هم وي، خو له هغوی سره که څوک مرسته یا د زکات برخه ورکوي؛ نو په همهغه اندازه چي دوی ورته اړتیا لري، اړین توکي اخلي او د خوشالۍ په دې جشن کي ونډه اخلي. د یوې څیړني له مخي د لوی اختر پر مهال په اسلامي هېوادونو کي تر ۴ زرو میلیارډونو پورته د پیسو ډېر د قربانیو د څارويو کاروبار کېږي. شاوخوا ۲۳ میلیارډه پیسې یوازي قصایان د مزدورۍ په توګه ترلاسه کوي. تر ۳ میلیاردو زیات د واښو یا د حیواناتو د خوړو په برخه کي مصرف کېږي، په نړۍ کي تر ټولو لویه راکړه ورکړه د اختر پر مهال ترسره کېږي.پایله دا چي غریبان کار پیدا کوي، کروندګر خپل واښه خرڅوي، کلیوال خپلو څارويو ته ښه بیه پیدا کوي، میلیاردونه پیسې د هغو کسانو جیب ته ورځي چي حیوانات له کلیو ښارونو ته په موټرو کي راوړي، او وروسته غریبانو ته یا پیسې او یا هم پوستکي ورسیږي، د څرمنو په فابریکو کي کارکوونکو ته زیات کار پیدا کېږي؛ نو بیا له دې لګښتونو نه یو بل ستر اقتصادي دوران پیلېږي. نو اختر یوازي د خوږو، خوړو او رخصتیو وړ نه دئ، بلکي د غریب او شمتن ترمنځ د یووالي پُل دئ او دا د ټولني اقتصادي او ټولنیز ژوند د خوځښت یوه ښه موقع ده. – (اقتباس او تحلیل)
د اختر کاسه اوس په کندهار کي یوه اصطلاح ګرځېدلې ده، چي د اختر په سهار تر لمانځه او د امام تر وعظ او مبارکۍ وروسته خلک کاسې مسجدونو ته راباسي، هر چا چي هر څه اماده کړي وي، په خاص ډول ۹۵ سلنه ورجي وي او د هر کور ورجي بېل رنګ او خوند لري، چي د اختر په سهار ددې خوړو او اشپزیو د هنرونو سلیقه او طریقه دلته ښه ترا مالومېږي، د خوړو د فرهنګ دې کیسې او کاسې ته نو ډېر خلک هوسېږي. په پای کي ویلانه دظه ډېرېږي مارټ فون او مباظيی سو، چي اخترونه زموږ د ژوند، کلتورونو، فرهنګونو، ادبیاتو او اقتصاد … او برخو کي تغیرات او ابتکارات راولي، افکار مو بدلوي او یو نوی احساس انسان ته پیدا کوي.
خو؛ د اختر د شپې د ځوانانو هغه هوسونه او اورلوبي اوس نسته ورکي سوي هغه د شور او ږوږ کیسې او خاطرې دي، چي پخوا به ځوانانو اتڼونه کول، د ډول ږغونو به خلک له کوره پخپل دروند او منظم ږغ راایستل خو اوس نه هغه ډول سته، نه هغه ډولچي، نه هغه اتڼچیان، نه هغه د اتڼ نارې او غاړي، نه هغه مستي او نه هغه شور سته، ټول یوې لويي خاموشي چیغي نیولي دي د ښار خاموشي چغي یو ډول شور جوړ کړی دی، چي کله به دا شور ارام او خاموشي چیغي به خلک له خوبه راوپاڅوي.