نړۍ

د اخوان المسلمین ډله په ځینو عربي او نورو هېوادونو کې د ناامنۍ سبب شوي

د اردن د عمومي استخباراتو ریاست (GID) اعلان وکړ چې دوی “هغه پلانونه شنډ کړي چې د ملي امنیت په نښه کولو، ګډوډۍ رامنځته کولو او په اردن کې یې نیت د تخریب ته و.” GID همدارنګه وضاحت ورکړ چې دوی “له ۲۰۲۱ کال راهیسې د نږدې استخباراتي څارنې وروسته ۱۶ مشکوک کسان نیولي دي.”

دوی په خپل بیان کې راپور ورکړ چې شنډ شوي پلانونه “په ځایي وسیلو سره د راکټ جوړولو، او د غیر قانوني مقاصدو لپاره وارد شوو وسیلو، چاودیدونکو موادو او وسلو په لرلو، د یوه راکټ پټولو چې د کارولو لپاره چمتو شوی و، د ډرون جوړولو پلان جوړولو، او په اردن کې د کارکوونکو جذب او روزنې، او بهر د روزنې پورې اړه لري.”

په اردن کې له دغه پېښې وروسته د نړۍ ګڼو هېوادونو د نړیوال بنسټونو او له خپله له هېوادونو وغوښتل چې د اخوان المسلمین ډله د ترهګرو ډلو په لېست کې شامله کړي.

دغه هېوادونه وايي چې اخوان المسلمین په مصر، یمن، فلسطین او نورو سیمو کې ناامنۍ خورولو ته لمن وهي او اوس غواړي چې نور هېوادونه هم ناامنه کړي.

د اردن حکومت څرګنده کړه چې په دې دسیسه کې ځینې شامل کسان بهر روزنه ترلاسه کړې وه، او یوه کلیدي پلان جوړونکی، ابراهیم محمد، د غیر قانوني اعلان شوي اخوان المسلمین غړی دی. د العربیه راپور پر بنسټ چې د ډلې تنظیمي مشر په بیروت کې مېشته دی او ترهګرو د وسلو د ذخیره کولو ځایونه جوړ کړي او د راکټونو تولید یې د ځایي سرچینو او بهرني وارد شوو برخو په مرسته پیل کړی. د دې ډلې له وسایلو څخه موندل شوي مواد تر ۳۰۰ راکټونو د تولید ظرفیت درلود، او یو راکټ چې له دې ډلې څخه ونیول شو د اردن دننه د کارونې لپاره چمتو و.

نړیوالې رسنۍ وايي چې اردن غواړي د اخوان المسلمین ډله باید د ترهګرو په توکه په رسمیت وپېژندل شي. غربي او عربي هېوادونه هم دغه ډله یوه افراطي ډله بولي چې په نړۍ، په ځانګړي توګه په عربي هېوادونو کې د تروریزم اعمالو په ترسره کولو ککړه ډله ده او ناامنۍ رامنځته کوي.

په دې ورځو کې په نړیوالو رسنیو کې ګرمه موضوع د اردن لخوا د اخوان المسلمین ډلې د ترهګرو ډلو په توګه په رسمیت پېژندلو موضوع ډېره ګرمه ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button