سیاستسیمه

د اذربایجان لوړپوړی امنیتي چارواکی: افغانستان ته د نړیوالو پاملرنه مهمه ده

اړوند خبر:

له افغانستان سره د اړیکو په موخه د اذربایجان پارلمان لخوا د کمېټې ټاکل کېدل

د اذربایجان د دولتي امنیتي سرویس مشر، ستر جنرال علي نقییف وايي، نړۍ ته خورا مهمه ده چې افغانستان ته هر اړخیز ملاتړ برابر کړي،

هغه دا څرګندونې په باکو کې د “افغانستان: سیمه‌ییزې اړیکې، امنیت او پرمختګ” تر سرلیک لاندې په یوه نړیوال کنفرانس کې وکړې، چې د آذربایجان د دولتي امنیتي سرویس (SSS) له خوا تنظیم شوی و او د شلو هېوادونو د ځانګړو خدماتو استازو په کې ګډون کړی و.

ستر جنرال علي نقییف ټینګار وکړ چې د نړۍ هېوادونه باید له افغانستان سره د منظمو جرمونو، نړیوال تروریزم، د مخدره موادو قاچاق، او ناقانونه مهاجرت پر ضد د مبارزې په برخه کې پراخ ملاتړ وکړي.

نقییف دا هم روښانه کړه چې د دې کنفرانس یو له اساسي موخو څخه دا ده چې یوه واحده تګلاره جوړه شي، څو د هغو ورانکارو ډلو او ترهګریزو شبکو د هڅو مخه ونیول شي چې غواړي په افغانستان کې ترینګلتیا وساتي.

د دولتي امنیت د مشر په وینا، دا مهمه ده چې افغانستان د نړیوالو اړیکو په سیستم کې خپل مناسب ځای ومومي، او په دې هېواد کې د سولې ټینګښت یقیني شي. هغه هیله څرګنده کړه چې د سیمې هېوادونه او نور نړیوال ځواکونه به د دې هدف لپاره همغږي او ګډ اقدامات ترسره کړي.

د کنفرانس په ترڅ کې د نورو هېوادونو استازو هم په دې اړه خپل نظرونه شریک کړل. هغوی څرګنده کړه چې دا غونډه به د افغانستان د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د جدي ګامونو د پورته کولو  لپاره لازمې زمینې برابرې کړي، او نړیواله ټولنه به د افغانستان د دایمي ثبات د ټینګېدو ملاتړ وکړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button