نړیوال خبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت : پاتې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکوو

د لارښوونې وزارت

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د حاجيانو هغه شپږ مېليونه ډالره چې د حج په مراسمو کې نه‌دي  مصرف شوې، بېرته به ورکړل شي.

د دې وزارت سرپرست زیاتوي، دوی د حج د مراسمو د تر سره کولو لپاره له حاجیانو څخه څه باندې ۵۳ مېلیونه ډالره راټول کړي وو چې له پاتې پیسو به پنځه پنځه سوه ډالر بېرته دوی ته د افغان ملي بانک له لارې ورکړي. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب وايي: «د هر محترم حاجي له موږ سره ۵۱۵ ډالره پاتې دي او هر یوه ته به بېرته ورکړل شي

نور یی ولوله | افغانستان د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته

نور یی ولوله | پکتیا کې د نجونو د ښوونځیو حال

درې سوه ښوونکي د لارښوونې لپاره واستول شول

ورته مهال د دې وزارت ویاند زیاتوي، د حاجیانو د لارښوونې لپاره درې سوه ښوونکي لېږل شوي وو. د ده په وینا د اسلامي امارت چارواکو د حج مراسم په خپلو  شخصي پيسو تر سره کړي دي. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسین وايي: «د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیه لوړه شوې وه چې نېغ په نېغه یې د الوتکو پر ټګټ اغېزه کړې وه.

له بلې خوا یو شمېر حاجیان د حج د مراسمو د مدیریت له څرنګوالي خوښي څرګندوي. د حج زیارت کوونکی فرید احمد په‌دې اړه وايي: «د روغتیا له پلوه هلته هم یو کلینیک و، که چا ته ناروغي پیدا کېدله، ورته یې درمل ورکول. د حج یو بل زیارت کوونکی عبدالرحمن وايي:هم په مکه، هم په مدینه او هم په عرفات کې مجهر ټرانسپورټ و، ټول مراسم په ډېر ښه ډول سره تر سره شول. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د شمېرو له مخې، د حج په سږنیو مراسمو کې څه باندې دیارلس زره افغانانو ګډون کړی وو چې پر دغو مراسمو شاوخوا درې پنځوس مېلیون ډالر لګول شوي وو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button