نړیوال خبرونه

د اروپا مسلمانانو د ټولني استازي د طالبانو د معارف له وزیر سره لیدلي

د اروپا د مسلمانانو د ټولني مرستیالي، د طالبانو د معارف له وزیر سره لیدلي. هغی چي د طالبانو په اوله دوره کي د هغوی له خوا بندي سوې وه، په دغه لیدنه کتنه کي له طالبانو سره د ښځو د کار او زده کړو د اهمیت په هکله خبري کړي. د طالبانو د ښووني او روزني وزارت اعلان کړی دی چي د اروپا د مسلمانانو د ټولني مرستیالي، ایوان ریدلي د یوه هیئت په مشري د انگلستان د بنیادالخیر مسئول امام قاسم رشید سره په گډه د طالبانو د معارف وزارت له سرپرست، مولوي نورالله منیر سره لیدلي او خبري کړي دي. د طالبانو د معارف وزارت په یوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي په دغه لیدنه کتنه کي دواړو خواوو، د اسلام له نظره د ښځو د تعلیم او کار د اهمیت په هکله خبري وکړې.

د طالبانو د معارف وزارت سرپرست ټینگار کړی دی چي د طالبانو حکومت د شریعت په چوکاټ کي د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی او له هغوی څخه یې غوښتي دي چي په دې برخه کی باید د خارجي رسنیو تبلیغاتو ته پاملرنه ونه گرځول سي. د اروپا د مسلمانانو د ټولني استازي، ایوان ریدلي همدارنگه په خپل فیسبوک پاڼي کي لیکلي چي ددغه سفر په ترڅ کي یې له طالب چارواکو سره د نجونو د تحصیل، روغتیا او سوکالۍ موضوع مطرح کړې ده. هغې ټینگار کړی چي ډیر کارونه باید سرته ورسیږي. خو تر هغه وخته چي د امریکا متحده ایالات د افغانستان له پاره مالي منابع آزادي نه کړي، وضعیت به همداسي خراب وي.

د اروپا د مسلمانانو ټولني دغه استازې په ۲۰۰۱م کال کي، کله چي طالبان په اول وار واک ته ورسېدل، د دیلي میل په نامه د انگلستان له رسنۍ سره د خبریالي په توگه افغانستان ته تللې وه، طالبانو د امریکا له پاره د جاسوسۍ په تور نيولې وه. په افغانستان کي د امریکا تر حضور وروسته له زندانه آزاده سوه او انگلستان ته ستنه سوه. د اروپا د مسلمانانو د ټولني مرستیالي د خپل مسلمان کیدو د څرنگوالي په هکله ویلي دي چي تر نیول کیدو وروسته طالبانو هغه د مسجد امام ته وروستله او هغې ته يې د اسلام د دین د منلو وړاندیز وکړ.

نور یی ولوله | یونس خان: دا زما لویه هیله وه چې د افغانستان کرکټ بورډ سره کار وکړم

هغې په دې هکله وویل: «ما فکر وکړ، که زه د هغوی وړاندیز ومنم، نو فکر به کوي چي د رای خپلواکي نه لرم او که یې ونه منم د اسلام له مخالفینو څخه به وشمیرل سم. بلاخره مي ژمنه وکړه چي له آزادۍ وروسته به په لندن کي د اسلام او قرآن په هکله خپلي زده کړي پیل کړم. د وعدې سره سم له آزادیدو وروسته مي په پلټنو او ارزونو پیل وکړ.» هغه چي په انگلستان کي زیږیدلې، له ساندي ټایمز، دیلي میل، ایندیپندیت او ډیرو نورو رسنیو سره یې د خبریالي په توگه کار کړی دی.

طالبانو اوس پخپله دوهم واکمنۍ کې هم پر ښځو باندي سخت محدودیتونه وضع کړي او هغوی یې له کار او تحصیل څخه منع کړي دي. طالبانو ژمنه کړې وه چي د نوي تعلیمي کال په پیل کیدو سره به له شپږم ټولگي پورته نجونو پرمخ به ښوونځي پرانیستل سي، خو د افغانانو او نړیوالي ټولني د انتظار برعکس د دغو مکتبونه دروازې د ښځینه زده کوونکو پرمخ تړلي پاته سوې او هغوی په ناهیلۍ او له اوښکو ډکو سترگو سره د مکتبونو له تړلو دروازو څخه بیرته خپلو کورونو ته ستنې سوې. د نجونو پرمخ د مکتبونو تړل د افغانستان په دننه او دباندي کي سخت غبرگونونه راوپارول.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button