لوبې

یونس خان: دا زما لویه هیله وه چې د افغانستان کرکټ بورډ سره کار وکړم

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی تکړه توپ وهونکی او پښتون لوبغاړی یونس وایي، چې د افغانستان کرکټ بورډ سره یې کار کول لویه هیله وه.

یونس خان پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي:((دا زما ډیره هیله وه چې د افغانستان کرکټ بورډ سره د روزونکي په توګه کار وکړم او په دې اړه له ۲۰۱۱ کال راهیسې، هغه وخت کله چې زه لوبغاړی وم، بحثونه روان و.))

هغه زیاتوي:(( زه اوس احساس کوم چې دا مناسب وخت دی او د متحده عربي اماراتو کیمپ له افغان کرکټ بورډ سره د کار کولو لپاره یو ښه فرصت دی، څو راتلونکی استعدادونو له نږدې سره وپیژنئ.))

نور یی ولوله | نیوزیلند په افغانستان کې د دوه میلیون ډالرو په ارزښت پروژه تمویلوي

د ویلو ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ د انګلستان پخواني لوبغاړي او تکړه توپ وهونکي ګراهام تورپ سره د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه تړون لاسلیک کړ.

همدا راز پاکستاني لوبغاړو یونس خان یې د توپ وهنې او عمر ګل یې د توپ اچونې لنډمهاله روزونکي وټاکل، چې ورسره سم یې افغان لوبغاړو ته په متحده عربي اماراتو کې تمریناتي کیمپ هم چمتو کړ.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button