نړیوال خبرونه

د ازموینو ملي اداره : ډېر ژر به د کانکور ازموینه ترسره کړو

د ملي امتحانونو اداره

د ازموینو ملي اداره وایي، سږ کال به په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه په یو وخت کې واخیستل شي. د دې ادارې سرپرست عبدالقادر خموش د لوړو زده‌کړو وزارت په یوې خبري ناسته کې که څه هم د یادې ازموینې د تر سره کېدو کره نېټه و نه ویله، خو زیاتوي، د کانکور ازموینې لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی او ښايي د وږي یا سنبلې میاشتې تر وروستیو واخیستل شي.

د ازموينو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدير خموش: موږ هڅه کوو چې سږ کال د لومړي ځل لپاره وکولای شو چې د کانکور ازموينه په يوه دور کې واخلو. تاسې ته بهتره معلومه ده چې به تېرو کلونو کې د ازموينې چارې یو څه دوامداره وې. ښاغلي خموش همدا راز وويل، ډېر ژر به په هېواد کې د هغو شاوخوا شل زره کسانو د سويې د تثبيت ازموينه واخلي او د اسنادو ارزونه به یې وکړي چې په ديني مدرسو کې يې زده‌کړې کړې دي

د ازموينو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدير خموش زیاتوي: تقريباً له دې نږدې شل زره داوطلبانو څخه به د تثبیت د سويې ازموينه واخلو، څو وکولای شو زموږ هغه هېوادوال چې په بېلابېلو مدرسو کې یې زده‌کړې کړي اسناد يې ارزيابي کړو. په ورته وخت کې د دولسم ټولګيو يو شمېر فارغ زده‌کوونکې د کانکور د ازموينې د ځنډېدو په اړه اندېښمن دي..

نور یی ولوله | ایران : د طالبانو حکومت منلې چې د ایران پر مخ به د اوبو مخه نه نیسي

نور یی ولوله | اقتصاد پوهان: امریکا غوښتي چې د افغانستان شتمۍ ازادې کړي

د دولسم ټولګي فارغه زده کوونکې مومنه نظري  وايي: «په خواشينۍ سره چې هر وخت موږ خپل غږ پورته کړی، د ښوونځیو د پرانیستلو په ډول يې دوکه راکړې او زموږ د کانکور ازموينه يې ځنډولې ده. د دولسم ټولګي فارغه زده‌کوونکې شیبا وايي: «موږ په يوه نامعلومه راتلونکې کې ژوند کوو او هغه درس چې وايو نه‌شو کولای چې ښه يې زده کړو. موږ واقعاً د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن يوو.

د کانکور ازموينه به هر کال په کب مياشت کې اخيستل کېدله، خو د لوړو زده‌کړو وزارت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د ځينو ستونزو له امله سږ کال دا ازموينه له اصلي وخت ځنډېدلې ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button