لوبې

لکنو دریمه بریا خپله او په جدول کې دویمه لوبډله شوه

د کوانټین ډي کوک د زبردستې توپوهنې په مټ لکنو سوپر جاینټس وتوانېدله چې د ډیلي کاپیټلز لوبډلې ته ماتې ورکړي او له دې سره دریمه بریا هم خپله کړي، چې په جدول کې هم دویمه لوبډله شوه.

د هند تجارتي لیګ یا ای پي ایل ۱۵مه لوبه د ډیلي کاپیټلز او لکنو سوپر جاینټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د لوبې په پیل کې لکنو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې ډیلي کاپیټلز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ډیلي کاپیټلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۹ منډې وکړې، چې له ډلې یې پریتوي شاو ۶۱، ریشب پانټ ۳۹ ناسوځېدلې او سرفراز خان ۳۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. د لکنو له خوا نه روي بشنويي ۲ او کرشنپا ګوتم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۱۵۰ منډو هدف د لکنو سوپر جاینټس لوبډلې په ۱۹.۴ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۶ ویکټو په توپیر یې د ډیلي کاپیټلز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لکنو لپاره کوانټین ډي کوک ښه توپوهنه ترسره کړه چې ۸۰ منډې یې ترلاسه کړې، همدا راز کی ایل راهول ۲۴ او کرونال پانډیا ۱۹ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ډیلي کاپیټلز له خوا کلدیپ یادو ۲، للیت یادو او شردل ټاکر ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړې.

نور یی ولوله | نړیوال بانک: افغانستان کې سیاسي بحران د دې هېواد خصوصي سکټور ډېر ځپلی

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کوانټین ډي کوک ترلاسه کړه، چې نن یې د خپلې لوبډلې لپاره غوره توپوهنه ترسره کړه.

دا د لکنو سوپر جاینټس څلورمه لوبه وه چې دریمه بریا یې خپله کړه او د ۶ نومرو سره په جدول کې د کلکته نایټ رایډرز څخه وروسته دویمه لوبډله شوه، همدا راز ډیلي کاپیټلز بیا نن دریمه لوبه ترسره کړه چې له دویمې ماتې سره مخ شوه.

د ای پي ایل ۱۶مه لوبه به سبا د پنجاب کنګز او ګجرات ټایټنس لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، دغه لوبه چې د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې پیلېږي، د ګجرات ټایټنس لوبډلې سره راشد خان، رحمان الله ګربز او نور احمد لکڼوال هم لوبېږي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button