نړیوال خبرونه

د اسرائیل لومړی وزیر خپل پوځ ته؛ په ټول قوت سره جګړې ته دوام ورکړئ

نتنیاهو خپل پوځ ته په لبنان کې په ټول قوت سره د جګړې کولو امر ورکړی دی

د اسرائیل ټایمر د راپور له مخې، د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو ویلي، په لبنان کې به د حزب الله ډلې د له منځه وړلو په خاطر په ټول قوت سره جګړې ته دوام ورکړي.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا او متحدانو لخوا یې د اوربند له غوښتنې سره سره، خپل پوځ ته ویلي چې لبنان کې د حزب‌الله خلاف جګړې ته په “بشپړ ځواک” دوام ورکړي.

د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې پنجشنبه دغه هېواد کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې ۹۲ نور کسان ووژل شول.

په دوی کې د حزب‌الله د ډرون قطعې مشر محمد سُرور هم و.

د ۲۱ ورځو د اوربند کولو غوښتنه

حزب‌الله وايي، هغه د پلازمېنې بیروت سویل کې یې پر یوې ودانۍ په هوايي برید کې وژل شوی.

له تېرې دوشنبې په دغو روانو بریدونو کې له دې مخکې هم سلګونه کسان وژل شوي دي.

دې د حزب‌الله او اسرائیل ترمنځ د یوې تمام عیاره جګړې د پېښېدو خطر زیات کړی.

نور ولولئ: طالبان: په غزه کې د اسراییلو جنګ وحشت او دوی جنګي مجرمین دي

نور ولولئ: د طالبانو رئیس الوزرا په غزه کې د اسرایلو وحشتونه غندلي

دا په داسې حال کې ده، چې متحدینو د حزب الله او اسرائیل تر منځ د ۲۱ ورځني اوربند غږ کړی. حزب الله تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د تېرې شپې د اوربند غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی او د اسرائیلو پوځ ته یې ویلي، چې “په پوره ځواک” سره جګړه وکړئ.

afghan 2024 09 26t095248.687
د لبنان پر شمالي برخه د اسرائیلو حملې

اسرائیل اوربند نه مني

د اوربند په تړاو د دولسو نړیوالو متحدینو غوښتنې ته په ځواب کې د نتنیاهو دفتر ویلي: “د اوربند په اړه خبرونه ریښتیا نه دي. دا د امریکا او فرانسې وړاندیز دی چې ان لومړي وزیر هم ورته ځواب نه دی ویلی.”

دغه دفتر زیاته کړې: “لومړي وزیر اسرائیلي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې په پوره ځواک او د وړاندې شوي پلان له مخې جګړه وکړي. همدارنګه غزه کې به تر هغې جګړه روانه وي چې ټول اهداف مو نه وي ترلاسه کړي.”

د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د څرګندونو په تائید د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز هم ویلي، چې هیڅ ډول اوربند نه مني.

نوموړی زیاتوي:”په شمال کې هیڅ ډول اوربند نشته.”

هغې پر اېکس پاڼه یوه خبرپاڼه کې لیکلي: “اسرائیل به په خپل ټول توان سره د حزب الله پر وړاندې خپلې مبارزې ته تر هغې دوام ورکوي، چې بریا ته نه وي رسېدلي او شمال ته تللي کسان بېرته خوندي خپلو کورونو ته نه وي راستانه شوي.”

ورته مهال حزب الله وايي، د اسرائیلو په شمالي سیمو کې یې د اسرائیلو پوځي مرکزونه په نښه کړي.

دا داسې مهال ده چې په عراق کې اسلامي ډلې هم پر اسرائیلو د برید ګواښ کړی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button