ځاییکورني خبرونه

د اسراییلو پر وړاندې د طالبانو احتیاط؛ حقاني وايي، دوی له چا سره معامله نه ده کړې

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر لا هم د اسراییلو پر وړاندې له احتیاط ډک حرکت کوي

سراج الدین حقاني وايي، د طالبانو حکومت د هېچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، خو دا په دې معنا نه ده چې موږ دې له چا سره معامله کړي وي یا مو له هغو سره دا منلي وي چې موږ به د نورو پر ظلمونو پرده اچوو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وايي، دوی له هیچا سره معامله نه ده کړی او د هیچا د احسانونو پوروړي هم نه دي.

د امریکا له ویرې پر اسراییلو نه نیوکه

نوموړي دغه څرګندونې د هغو نیوکو په غبرګون کې کړي، چې څو ورځې وړاندې یو شمېر نیوکه کوونکو پرې نېوکې وکړې، چې ګواکې هغه د امریکا له وېرې په زغرده پر غزې د اسراییل پر شوي برید له احتیاطه کار اخیستی.

سراج الدین حقاني ویلي و، چې دوی د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له ملګرو ملتونو یې هیله دا ده چې د خبرو له لارې دې دغه جګړه ختمه او د فلسطینیانو حقونه دې خوندي کړي.

نور ولولئ: طالبانو یوه اعلامیه کې پر فلسطین د اسراییلو برید وحشت بللی

د حقاني د دغو څرګندونو له ویډیویي کلېپ وروسته د طالبانو یو شمېر منتقدانو طالب مشران له امریکا سره پر معاملې تورن کړل او ویلي یې و، که دوی په دوحه کې له امریکا سره د وسله‌والو بنسټ‌پاله مسلمانو ډلو د نه ملاتړ ژمنه نه وای کړې، داسې محتاطانه خبرې به یې نه وای کړې.

حقاني پکتیکا ته په سفر دا خبرې کړي دي

اوس ښاغلي حقاني پکتیکا ته د سفر پر مهال دغو نیوکو ته په غبرګون کې ویلي، دوی له چا سره معامله نه ده کړې او په وینا یې د چا تر احسان لاندې هم نه دي.

سراج الدین حقاني ویلي:« له دښمنیو ستړي شوي یو، هیڅ ګټه مو ترېنه نه‌ ده لیدلې. پر ژوند پوه‌ نه ‌شو او له هر ډول پرمختګ، خوشالۍ او ابادۍ څخه لرې پاتې شوو.»

پر طالبانو نیوکه کوونکي ډېر ځله دغه ډله تورنوي، چې ګواکې امریکا سره یې د پردې شاته پر ځینو مسایلو معامله کړې او په بدل کې یې د افغانستان واک دوی ته سپارل شوی؛ خو طالب مشران دغه ډول څرګندونې بابېزه ګڼي او هغه د دوی خلاف رسنیز تبلیغات بولي.

نور ولولئ:  د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې وضعیت څنګه دی؟

سراج الدین حقاني ویلي: مونږ له دښمنیو ستړي شوي یوو، هیڅ ګټه مو ونه‌لیدله، پر ژوند پوه‌ نه‌شوو او له هر ډول پرمختګ، آبادۍ او ژوندانه لرې پاتې شوو.

د طالبانو منتقدان وخت په وخت دوی تورنوي، چې ګواکې امریکا سره یې د پردې شاته پر ځینو مسایلو معامله کړې او په بدل کې یې د افغانستان واک دوی ته سپارل شوی، خو طالب مشران دا ډول قضاوتونه د دوی خلاف رسنیز تبلیغات بولي او په کلکه یې ردوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button