سیمه ییز خبرونه

د اسراییلو پوځي رسنۍ: طالبان د حزب الله په ملاتړ لبنان ته وسله وال استوي

د اسراییلو پوځي راډیو خبر ورکړی چې طالبانو له ایران سره ددغه وسله والو د استولو ژمنه کړي ده

د اسراییلو پوځي راډیو دغه خبر په حزب الله پورې تړلي، له الاخبار ورځپاڼې را اخیستی چې که د اسراییلو او حزب الله تر منځ جګړه سخته شوه، نو طالبان به په زرګونو وسله وال د ایران په مرسته تر لبنانه رسوي.

ایران دوه میاشتې وړاندې ویلي وو، طالبانو له دغه هېواد سره لبنان او فلسطین ته د ځانمرګو ډلو د استولو ژمنه کړي ده، خو هغه وخت طالبانو په شدت سره د ایران دغه څرګندونې رد کړې.

په کابل کې د ایران سفیر هم ویلي چې افغانستان د «مقاومت محور» دی او که اړتیا پیدا شي «استشهادي» ځواکونه به له افغانستانه غزې ته واستوي.

د طالبانو او ایران تر منځ ژمنه

الاخبار ورځپاڼه په لبنان کې له حزب الله سره تړاو لري. د اسراییل پوځي راډیو د دغې ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو مشرانو د ایران له چارواکو سره ژمنه کړې چې د حزب الله په ملاتړ به خپل جنګیالي لبنان ته واستوي چې د اسراییل په خلاف جګړه وکړي.

د غزې پر تړانګه د اسراییل له پوځي برید وروسته، د لبنان حزب الله له اسراییلي پوځ سره نښته وکړه او په دې وروستیو ورځو کې دغو نښتو زور اخیستی.

نور ولولئ: اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

د لبنان حزب الله لکه حماس په سیمه کې د ایران له ملاتړه برخمنه وسله واله ډله ده.

په تېرو میاشتو کې د طالبانو او حماس ډلې مشرانو څو ځلې ناستې کړې او طالبانو د اسراییل پر ضد د فلسطیني وسله والې ډلې ملاتړ کړی دی.

afghan (42)
د حماس ډلې مشر او ملا برادر

افغانستان د مقاومت محور

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ۱۴۰۲سلواغې میاشت کې په یوه مرکه کې ویلي و چې افغانستان له غزې لرې دی، خو د «مقاومت محور» برخه ده.

ایران تر خپل ملاتړ لاندې او نورې ډلې چې په سیمه کې د لوېدیځې ټلوالې او اسراییل پر ضد جنګیږي د «مقاومت محور» نوموي.

د حماس د سياسي دفتر غړي حسام بدران د ١٤٠٢ کال د کب په مياشت کې د طالبانو تر واک لاندې له باختر اژانس سره په مرکه کې وويل چې د افغانانو جهاد او په افغانستان کې د طالبانو بريا د حماس لپاره هیله بښوونکي وه.

ایران او طالبان ورځ تر بلې له یوه او بل سره نږدې کېږي او ډېر احتمال دادی چې ایران به د فاطمیون ډلې په څېر له طالبانو هم ورته ډله په منځني ختیځ کې وجنګوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button