د اسراییلو پوځ د فرانسي په منځګړیتوب د لبنان په سویل کې له اکثرو سیمې ووتل

اړوند خبرونه:
د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند له هوکړې د ملګرو ملتونو هرکلی
اسرائیل: د واشنګټن له وسلو پرته غزه کې جګړې ته دوام ورکوو
په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي
د عرب اماراتو نوبل نایټ ۳: مرکزي غزه کې به له بې ځایه شوو سره مرستې وکړو
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلو پوځ د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب د اوربند د تړون سره سم، د لبنان په سویل کې له پنځو کلیو پرته له ټولو څخه وتلی دی.
د فرانسې خبري اژانس نن (سهشنبه، د سلواغۍ ۲۰مه) د لبنان د یوه لوړ پوړي چارواکي په حواله راپور ورکړ چې د اسراییلو پوځ د پنځو نقطو پرته له سویل لبنان څخه وتلی دی، او د لبنان پوځ به په تدریجي ډول په سویلي لبنان کې ځای پر ځای شي.
د لبنان له سویل څخه د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل د اسراییل او لبنان ترمنځ د اوربند د تړون یوه برخه وه، خو د الجزیرې په وینا، د اسراییلو پوځ ویلي چې د دوی سرتیري به د لبنان په سویل کې په پنځو ځایونو کې پاتې شي.
د اسراییلو د پوځ ویاند نادف شوشاني د دوشنبې په ورځ وویل چې په لبنان کې پنځه ځایونه پوځي تاکتیکي ګټې لري یا د اسراییلو په شمال کې په مخالفو ټولنو کې موقعیت لري. هغه دا هم ټینګار وکړ چې “موږ باید د اوس لپاره په دې سیمو کې پاتې شو ترڅو د اسراییلي اتباعو دفاع وکړو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې دا پروسه بشپړه شوې او بالاخره یې د لبنان وسلهوالو ځواکونو ته وسپارو.”