نړیوال خبرونه

د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې له ۵۰زره ډېرې میندوارې مېرمنې له روغتیايي ګواښ سره مخ دي

ملګري ملتونه وايي، غزه کې میندوارې مېرمنې له روغتیايي پلوه له خطرناک حالت سره مخامخ دي

د اسراییلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې په غزه کې ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او نور تاسیسات زیانمن شوي او لا هم دغه حالت مخ په خرابېدو دی.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ټولنیز صندوق استازي ډومینیک الن خبرداری ورکړ، چې د غزې روغتیایي سیسټم د له منځه تلو په درشل کې دی.

د غزې روغتیايي سیستم سقوط

نوموړي د دوشنبی په ورځ وویل، چې د روغتیایی وسایلو د کموالي او د ناسمو روغتیایي شرایطو له امله په غزه کې د شاوخوا ۵۰ زره مېندوارو مېرمنو روغتیا له ګواښ سره مخامخ ده.

ښاغلي الن له سي، اېن، اېن سره په خبرو کې د مېندوارو ښځو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل:« د غزې روغتیایی سیسټم د سقوط په درشل کې دی او دغه مېندواره مېرمنې چې موږ یې په اړه جدي اندېښمن یو، د پناه اخیستو لپاره هیڅ ځای نه‌لري.»

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ دواړو لوریو د اروبند راپورونه رد کړل

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې د مېندوارو ښځو له دغه شمېر څخه شاوخوا ۵ زره تنه یې ښایي په راتلونکي میاشت کې ماشومان وزېږوي او وار د مخه یو شمېر یې له ستونزو سره هم مخامخې دي.

هغه سي، اېن، اېن ته وویل:« تاسو تصور وکړئ، چې د مېندوارۍ او زېږون په وروستیو پړاوونو کې له احتمالي ستونزو سره مخ یاست، جامو، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لرئ او تاسو ډاډه نه یاست، چې یوه ورځ وروسته، یو ساعت وروسته، یوه دقیقه وروسته، تاسو او ستاسو ماشوم ته څه پېښېدونکي دي؟»

اسراییلو لخوا د بشري قوانینو نقض

ښاغلي الن د غزې د روغتونونو د «زړه بوږنوونکو» پېښو په اړه وویل، چې « غزې ته د بشري مرستو کاروان ته باید د ننوتلو اجازه ورکړل شي او بايد د بشري مرستو دهلیز جوړ شي، چې په دې توګه بشري قوانین په پام کې ونیول شي.»

نور ولولئ: اسراییلو پر غزه اوبه بندې کړي دي

اسوشیټیډ پرېس تېره ورځ په غزه کې د روغتیایي کارکوونکو له خولې راپور ورکړ، چې د دغې سیمې روغتونونه د اسراییلو د بریدونو له امله له ټپیانو ډک دي او د تېلو او درملو د کمښت له امله د زرګونو کسانو د مړینې شونتیا هم شته.

ملګرو ملتونو هم اعلان وکړ، چې په غزه کې د روغتونونو جنراتورونه به یوازې د دوو نورو ورځو لپاره کار ورکړي او دا د هغو زرګونو ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي چې، په روغتونونو کې بستري دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button