نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د اسراییل-حماس جګړه؛ اسراییلو غزې ته هره ورځ د دوو ټانکرو تېلو د ننوتو اجازه ورکړه

د اسراییلو کابینې غزې ته هره ورځ د تېلو دوو ټانکرو ننوتو ته اجازه ورکړه او دا پرېکړه یې وکړه

د جګړې لپاره د اسرائیل ګومارل شوې کابینه وايي، دوی به هره ورځ دوو لاریو ته اجازه ورکوي چې په غزه کې د مرستو چارو دوام لپاره ملګرو ملتونو ته تېل ورسوي.

یو اسرائیلی چارواکی وايي، تیل به غزې ته اوبو رسولو او چټلو اوبو ایستلو کې ”حداقل ” مرسته وکړي. یوه امریکايي چارواکي بیا ویلي، ډېری تېل به د مرستو رسولو کې کارول کېږي، خو یوه برخه به یې د انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو لپاره هم کارول کېږي.

نور ولولئ: اسراییل-حماس جګړه؛ اسراییلو ځواکونه الشفا روغتون ته ننوتل

د امریکا متحدو ایالتونو په بهرنیو چارو وزارت کې یوه چارواکي بي بي سي ته په دې هکله معلومات ورکړل چې څنګه اسرائیل غزې ته د یو څه تېلو لېږدولو هوکړه ومنله. د امریکا بهرنیو چارو وزارت لپاره د بي بي سي خبریاله باربرا پلیټوشر په خپل رپوټ کې د دغه امریکايي چارواکی له قوله وايي، اصولاً څو اونۍ مخکې پر داسې یوه میکانیزم هوکړه شوې وه، چې په غزه کې د وېش لپاره به تېل رفح زېرمې ته پرېښوول کېږي.

دا وړاندیز مخکې ولې نه عملي کېده

خو اسرائیل د دوو دلیلونو له مخې د دې هوکړې عملي کول ځنډولي وو: لومړی دا چې دوی امریکایانو ته ویل چې په سویلي غزه کې اوس هم تېل شته او دوی انتظار کاوه، چې ښايي د یرغمل شویو کسانو پر سر ښايي یوه هوکړه وشي.

خو د چهارشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اسرائیل ستراتیژیکو چارو وزیر روت دیرمیر ته ټیلیفون وکړ، وخت راورسېد، تېل ختم شوي او په غزه کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره باید سملاسي اقدام وشي.

نور ولولئ: د اسراییل-حماس جګړه؛ غزه کې الشفا روغتون خدمات نه شي وړاندې کولی

پر پنجشنبه بیا هغه د اسرائیل اپوزېسیون مشر بینې ګانتز ته ټیلیفون وکړ، چې په خپل هېواد کې د بېړنیز وضعیت ملي وحدت حکومت غړی دی. دا مهمې مذاکرات وو او له هغه وروسته د اسرائیل جګړې لپاره ګومارل شوې کابینې د تېلو لېږد اجازې ورکولو رایې ورکړه.

امریکا او غزې ته د مرستو رسولو هڅې

د امریکا بهرنیو چارو وزارت چارواکی وايي، امریکا به د تېلو کچې زیاتولو لپاره فشار روان وساتي.

بل لور اسرائیل پوځ ویلي، غزې ته د مرستو لېږدونکو کاروانونو ‘وړتیا ‘ زیاتوي او په وینا یې په دې کاروانونو کې د شاملو لاریو پر شمېر به هیڅ ”محدودیت ” نه لګوي. د اسرائیلي پوځ په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي: تر هغه ځایه چې اړتیا وي، اسرائیل به د بشری مرستو کاروانونو وړتیا او لاریو شمېر زیات کړي.

د یادونې وړ ده چې پر غزه د اسراییلو به بریدونو کې ګڼو ولسي خلکو ته چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، مرګ ژوبله اوښتي ده او تېره ورځ د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو هم ومنله چې ځواکونه یې په ولسي مرګ ژوبله کې رول لري او په نخنیوي کې یې پاتې راغلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button