نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د اسراییل-حماس جګړه؛ د اسراییلو بمبارۍ کې ۱۰زره کسان وژل شوي چې اکثر یې ماشومان دي

پر غزه د اسراییلو په بمبار کې له ۱۰زره زیات کسان وژل شوي چې ډېره برخه کې ښځې او ماشومان جوړوي

رویټرز خبري اژانس په خپل راپور کې وايي چې لا هم د اسراییلو له لوری بمباري روانه ده چې اکثره په کې ملکي وګړي په نښه کېږي او وژل کېږي.

دا په داسې مهال ده چې د اسراییلو د بمبارۍ یوه میاشت پوره کېږي او د وژل شویو فلسطینیانو شمېر هم له ۱۰زره اوښتی دی.

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي

نن سه‌شنبه د نومبر اوومه پر غزې د اسراییلي ځواکونو د برید یوه میاشت پوره شوه. په دې موده کې د اسراییلو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې څه باندې ۱۰زره فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت

د فلسطین روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، ۲۶۶۰ کسان په دې موده کې لادرکه شوې دي.

اسراییلو یوه میاشت وړاندې پر دغه هېواد د حماس ډلې ناڅاپي برید په غبرګون کې پر غزې د ځمکې او هوا له لارې بریدونه پیل کړل چې لا هم روان دي.

پر اسراییلو د حماس ډلې په برید کې له ۱۴۰۰ زیات اسراییليان ووژل شول او نږدې ۲۵۰ کسان دې ډلې له ځان سره برمته کړې دي.

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ د اسراییل بمبار کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي

له هغه مهال چې پر غزې د اسراییلو بریدونه پیل شوي په نړیواله کچه یاده سیمه کې د اوربند غوښتنه شوې ده، خو د اسراییلو له لوري په یو مخیز ډول رد شوې ده.

اسراییلو پرله‌پسې اوربند رد کړی دی

تازه د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پرون دوشنبه د نومبر شپږمه د اوربند وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي، تر هغو چې حماس ډلې نیول شوي اسرایلي وګړي نه‌وي خوشې کړي، اوربند به ونه‌کړي.

له دې سربېره په تېره یوه میاشت کې میلیونونه فلسطيني وګړي له خپلو کورونو او مېنو بې‌ځایه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پر غزې د اسراییلو بریدونه غندل شوي او د لاریونونو په ترڅ کې د بېړني اوربند غوښتنه شوې.

پر دې سربېره، نړیوال هڅه کوي چې د حماس او اسراییلو تر منځ روانه جګړه ودروي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي، ځکه امریکا او غربي هېوادونه، نه غواړي چې اسراییل پر غزه حملې ودروي.

ځینې راپورونه وايي، چې د اسراییلو له لوري د فلسطینیانو ډله‌ییزه وژنه روانه ده او ګڼ خلک ملکي او بې ګناه کسان په کې وژل شوي او لا هم وژل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button