سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان: زموږ پلاوي د نجونو د زده کړو او د ښځو کار په اړه له طالبانو سره خبرې کړي

د اسلامي همکاریو سازمان یوه اعلامیه کې وايي، پلاوي یې تېره ورځ له طالب چارواکو سره لیدلي دي

د اسلامي همکاریو سازمان په هغه راپور کې، چې په خپله وېبپاڼه کې یې خپور کړی دی لیکلي، چې افغانستان ته د دوی د هیات سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې د عمومي سکرتریت د اجراییوي کمیټې او د اسلامي هیوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د پریکړو په تعقیب د اسلامي همکاریو د سازمان له مشر څخه اسلامي عالمانو او فقهاو وغوښتل چې افغانستان ته یو پلاوی واستوي.

نور ولولئ: د اسلامي همکاریو سازمان د اسلام‌اباد غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي

په دې راپور کې راغلې دي، چې له طالبانو سره پر یوشمېر موضوعاتو خبرې ډیرې مهمې دي، لکه: په اسلام کې تحمل او زغم، اعتدال، د نجونو تعلیم او د ښځو کار.

د دغه سازمان پلاوی د پنجشنبې په ورځ کابل ته ولاړ او پرون یې له یوشمیر افغان عالمانو، د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او یوشمیر نورو طالب چارواکو سره وکتل.

له یاد پلاوي د طالبانو غوښتنه

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي، چې ښاغلي متقي د دې غونډې پر مهال د اسلامي همکاریو له سازمان او اسلامي هیوادو وغوښتل چې “د افغان ولس او حکومت ننګه وکړي او هیله یې څرګنده کړه چې دوی به په افغانستان کې په خپلو سترګو لیدلی حالت او موجود وضعیت او واقعیتونه تر خپلو چارواکو، ولسونو او نړیوالو ورسوي”.

نور ولولئ: اسلامي امارت ته د شانګهای همکاریو سازمان غونډې کې بلنه نه ده ورکړل شوې

ضیا احمد تکل دا خبره هم د متقي په وینا لیکلي ده، چې ده د اسلامي همکاریو د سازمان له پلاوي هیله وکړه، چې په افغانستان کې له رامنځته شویو فرصتونو سالمه ګټه واخلي او د متقابلو ګټو په پام کې نیولو سره په بیلابیلو برخو کې د پانګونې ترڅنګ اقتصادي پروژې پلې کړي.

په دې پلاوي کې څوک موجود وو؟

په دې پلاوي کې د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال شیخ عزام، د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخیت او د سعودي عربستان، ترکیې او د متحده عربي اماراتو د عالمانو ترڅنګ د بحرین، اردن، مالیزیا، اندونیزیا، چاد، ګیني او یوشمیر نورو اسلامي هیوادو او د اسلامي فقهې د نړیوال مرکز عالمان شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له دوو کلونو راهیسې د افغان نجونو پر مخ پوهنتونونه، ښوونځي او د زده کړو نور مرکزونه تړلي او همدارنګه دوی ته په دولتي یا نورو ادارو کې د کار اجازه نه ورکوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button