کورني خبرونه

د اسټرالیا حکومت وايي، چې ۱۵ زره افغانان به د کډوالو په توګه ومني

اسټرالیا حکومت وايي، څلورو کلونو موده کې به پنځلس زره افغانانو ته په دې هېواد کې د مېشت کېدو ویزې ورکړي. د اسټرالیا کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دې کې د اسټرالیا اوسني بشري مرستو پروګرام له مخې لس زره افغانانو ته ورکول کېدونکې ویزې او د کورنیو یو ځای کېدو لپاره پنځه زره وېزې هم شاملې دي.

د اسټرالیا تابعیت او کډوالۍ چارو وزیر الیکس هاکي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، اسټرالیا حکومت به د ویزو لړ کې د لږکیو اړوند کسانو، هغو ښځو او نجونو ته چې له خطر سره مخامخ دي او دغه راز هغو کسانو ته لومړیتوب ورکړي چې له اسټرالیايي ځواکونو سره یې په افغانستان کې همکاري کړې. د اسټرالیا کورنیو چارو وزارت په علامیه کې د ښاغلي هاکي له قوله ویل شوي: د افغان کډوالو منلو لړ کې زموږ پروګرام د د کچې له پلوه (په هېواد کې) د سوریې او عراق له کډوالو منلو وروسته دویم تر ټولو لوی پروګرام دی. ”

نور یی ولوله | د ایران یوه سرچینه وایې د کمال خان بند اوبه سیستان ته رسېدلې

اعلامیه کې راغلي، اسټرالیا کې د مېشت کېدو ویزو ورکړې لړ کې به هغو کسانو ته هم لومړیتوب ورکول کېږي چې افغانستان کې له خیریه ادارو او هغو پروژو لپاره کار کاوه، چې د اسټرالیا حکومت له لوري یې لګښت ورکول کېده. د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته اسټرالیا په تېر اګست میاشت کې له کابله د خلکو ایستلو لړ کې نژدې ۴۳۰۰ افغانان دغه هېواد ته لېږدولي دي، چې د ښاغلی هاکي په وینا په اسټرالیا کې د مستقل مېشت کېدو لپاره یې د اسنادو چمتو کولو چارې روانې دي.

نوموړی وايي، د ګڼ شمېر افغانانو له لوري د اسټرالیا ویزې لپاره د غوښتنلیکونو له ترلاسه کولو وروسته د کورنیو چارو وزارت ځانګړې څانګې کارکوونکي د هغو کسانو لیستونه چمتو کوي، چې د ویزې په ورکړه کې لومړیتوب ورکول کېږي. د یادونې ده، چې د امریکا، کاناډا او بریتانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو له مخکې زرګونو هغو افغانانو ته د مېشت کېدو اجازې ورکولو اعلان کړی.

کاناډا حکومت تېر اکتوبر کې اعلان کړی، چې د افغانستان جګړې له کبله به له خطر سره مخامخ ۲۰ زره افغانان د کډوالو په توګه ومني. دغه راز د روانې جنورۍ میاشتې په لومړیو کې بریتانیا حکومت د شل زره افغانانو بریتانیا ته د راوستلو او دې هېواد کې د ځای پر ځای کولو حکومتي پلان رسماً پیل کړ.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button