نړیوال خبرونه

د ایران یوه سرچینه وایې د کمال خان بند اوبه سیستان ته رسېدلې

د ایراني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، افغانستان کې طالبانو د کمال خان بند دروازې پرانیستې او د هلمند سیند اوبه ایران ته رسېدلې دي. د ایران سیستان او بلوچستان ځايي چارواکو ویلي، د افغانستان په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند دوې دروازې پرانیستل شوې او اوبه یې د ایران هامون سیند ته رسېدلې دي.

د ایران دولتي خبري اژانس په رپوټ کې د سیستان او بلوچستان والي ښاغلی حسین مدرس خیاباني وایې: که خدای کول له دې بنده به د اوبو بهیر دوام وکړي، چې له هلمند سینده د ایران د اوبو حقابه په بشپړ ډول تامین شي. 

نور یی ولوله | د افغانستان په لوېديځ کې زلزلې “مرګژوبله” اړولې

د طالبانو اوبو او برېښنا وزارت دا رپوټونه ردوي. د طالبانو حکومت اوبو او برېښنا وزارت ویاند په یوه ویډیويي پیغام کې مني چې د وروستیو اورښتونو له کبله د کمال خان بند کاسه ډکه شوې، خو په خبره یې اوبه یې یوازې د بند شاوخوا سیمو خړوبولو لپاره د ځايي خلکو له عریضو وروسته خوشې شوې دي. له دې مخکې افغانستان کې ځايي سرچینو د کمال خان بند کاسې ډکېدو تایید تر څنګ ویلي و، چې د افغانستان ګودزره سیمه کې له دې بنده راوتلې اوبه په یوه خاورین بند کې زېرمه کېږي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند دا وروستیو کې ویلي و، ”د هلمند سیند اوبو کې د ایران ونډه معلومه ده او د ۱۳۵۱ کال یوه قرارداد له مخې افغان دولت هم د ایران حق ورکولو ته ژمن دی. ” د تېر ۲۰۱۹ کال اکتوبر په وروستیو کې ايراني رسنيو د ايران د بهرنيو چارو د وزرات يوۀ چارواکي په وينا ليکلي و چې طالبانو له ايراني چارواکو سره نارسمي خبرو کې د هلمند په اوبو کې د ايران حقابه ‘د اوبو ونډه ‘ په رسميت پېژندلې.

د یادونې ده چې دواړه هېوادونه د هلمند پر اوبو یو تړون لري چې له مخې یې ایران په یوه ثانیه کې د ۲۲ مکعب مترو اوبو حق لري. ایراني چارواکو له دې مخکې بیا بیا ویلي، دوی ته د اوبو کمه برخه ورځي، خو په تېر کې افغان چارواکو ویلي، پر هلمند سیند د کمال بند له جوړېدو مخکې ایران ته تر تړون ډېرې اوبه تلې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button