لوبې

د اسټرالیا لوبډلمشر پاټ کمینس هم واده وکړ

د اسټرالیا د کرکټ ټیم کپتان

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر پاټ کمینس هم واده وکړ، نوموړي د خپلې ملګرې سره واده کړی دی او د واده عکس یې هم خپور کړی دی نوموړی په دغه عکسونو کط ډېر خوشاله هم ښکاري.

د معلوماتو له مخې، پاټ کمینس د واده عکس په ټویټر کې خپور کړی دی، چې اسټرالیایی لوبډلمشر د واده په توره جوړه کړي او مېرمن یې د واده په سپینه جوړه کې لیدل کېږي. دواړه په دغه عکس کې ډېر خوشحاله لیدل کېږي او پاټ کمینس له دغه عکس سره لیکلي دي،. یعنې واده یې وکړ.جست میریډ

نور یی ولوله | عثمان غني د ښې توپوهنې په مټ پړانګان بریالي کړل

نور یی ولوله | د افسر ځاځي پنځوسیزه، ساتونکو ۱۵۷ منډې وکړې

پیټ کمنز له بیکي سره کوژده وکړه

د یادولو وړ ده چې پاټ کمینس له بیکي سره په ۲۰۲۰ کال کې کوژده کړې وه او په ۲۰۲۱ کال کې د دوی اولاد هم زېږېدلی و. د پاټ کمینس مېرمن بیکي بوسټن د انګلستان اوسېدونکې ده، چې ډیزاینره ده او یو انلاین سټور هم چلوي.

د یادولو وړ ده، چې پاټ کمینس د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې کپتان او چټک توپ اچونکی دی، هغه تراوسه پورې د اسټرالیا لپاره ۱۵۵ لوبې کړې دي. هغه په دغه لوبو کې ۳۶۲ ویکټې هم ترلاسه کړې دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button