لوبې خبرونه

د افسر ځاځي پنځوسیزه، ساتونکو ۱۵۷ منډې وکړې

افسر ځاځي ښه لوبه وکړه

د بُست ساتونکو لپاره په نننۍ لوبه کې افسر ځاځي ښه توپوهنه ترسره کړه او پنځوسیزه یې ووهله، چې د بست ساتونکو لوبډله وتوانېدله چې د مس عینک اتلانو لوبډلې ته د ۱۵۸ منډو هدف وټاکي

د مس عینک اتلانو پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه

د شپږیزې کرکټ لیګ ۲۳مه لوبه د کابل کرکټ لوبغالي کې د بُست ساتونکو او مس عینک اتلانو ترمنځ ترسره کېږي. د لوبې په پیل کې مس عینک اتلانو د لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. بست ساتونکو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې وکړې، چې له ډلې یې افسر ځاځي ښه توپوهنه ترسره کړه او په ۴۲ توپونو یې ۶۷ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې

نور یی ولوله | عثمان غني د ښې توپوهنې په مټ پړانګان بریالي کړل

نور یی ولوله | راشد خان شپږيزې لپاره کابل ته رازي

همدا راز حسن عیسی خیل ۲۷ او سمیع الله شینواري ۲۴ منډې وکړې، حشمت الله شهیدي په نننۍ لوبه کې په ۱۵ منډو وسوځېده. د مس عینک اتلانو له خوا نه سمیع توتاخیل ۲، بلال سمیع، الله غضنفر او ظاهر خان ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د یادولو وړ ده، چې بست ساتونکو تراوسه پورې کومه لوبه کې ماتې نه ده خوړلې، په پنځه لوبو کې یې پنځه واړه لوبې ګټلي دي او د ۱۰ نومرو سره په پواینټ ټېبل کې دویمه لوبډله ده، خو مس عینک اتلانو بییا په ۵ لوبو کې په ۲ لوبو کې بریا خپله کړې ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button