سپورټد سپورټ تازه خبرونه – کرکټ، فوټبال او نړیوال سیالۍ

د اسټرالیا ښځینه لوبډله د اووم ځل لپاره د نړیوال جام پایلوبې ته ووتله

اسټرالیا ښځینه کرکټ لوبډلې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو سره د ښځو نړیوال جام پایلوبې ته لار پیدا کړه. 

دا اووم ځل دی چې دغه لوبډلې پایلوبې ته لار مومي.استرالیا د سه شنبې په ورځ په ویلنګټن کې په یوه ورځنۍ لوبه کې ویسټ انډیز ته په ۱۵۷ منډو ماتې ورکړه.

په ویلنګټن کې ترسره شوې لوبه کې استرالیا لومړی توپ وهنه وکړه او د دریو لوبغاړو په سوځیدو یې ۳۰۵ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې یې د ویسټ انډیز ټوله لوبډله په ۱۴۸ منډو وسوځیدله.

نور یی ولوله | که افغان ماشومانو سره مرستې ونه‌شي روان کال به ډېری ماشومان مړه شي

د اسټرالیا کرکټ بورډ د سه شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل: آسټرالیا د ښځو نړیوال جام د اووم ځل لپاره د اتلولۍ ګټلو ته نږدې ده. د ویلو ده چې سبا د دغه سیالیو په لړ کې سویلي افریقا او انګلستان په دویمه نیمه پایلوبه کې سره مخ شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button