نړیوال خبرونه

که افغان ماشومانو سره مرستې ونه‌شي روان کال به ډېری ماشومان مړه شي

د ماشومانو د ژغورنې سازمان (سېف د چلډرن) په خپل یو تازه راپور کې په افغانستان کې د ماشومانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان ویلي که نړۍ د افغان ماشومانو ترڅنګ ونه‌درېږي او دوی سره مرستو ته دوام ورنه‌کړي په ۲۰۲۲ کال کې به په دغه هېواد کې ډېری ماشومان مړه شي. دغه سازمان نن د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۱ کال د وري ۱۰» په یوه بیان کې ویلي چې د اګسټ له ۱۵مې نېټې څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې ۱۴ ملیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخ و چې مور او پلار یې د ژوندي ساتلو په خاطر له ښوونځي څخه ایستلي او کار ته‌یې لېږلي، ځینو خپل ماشومان پلورلي او ځینو بیا خپلې کم‌عمره لوڼې واده کړې دي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان دا هم ویلي چې د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې بیا تر اوسه پورې له ۱۸،۰۰۰ نه زیات ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي او ۱۴۲ ماشومان مړه شوي دي. د دغو ماشومانو د مړینې لامل روغتیايي خدمتونو ته نه‌لاسرسی او د شري واکسین نشتوالی بلل شوی دی. په بیان کې ویل شوي، د نړۍ مشران اوس فرصت لري چې په افغانستان کې ماشومان له لوږې او مرګ وژغوري، که دوی سبا د مرسته وونکو په مجازي کنفرانس کې بېړنۍ د اړتیا وړ بودجې ته خپله ژمنتیا وښیي.

ټاکل شوې سبا په افغانستان کې د بشري وضعیت د رسېدنې لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ د بریتانیا، جرمني او قطر په همکارۍ یوه انلاین ناسته وشي.‎ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین او لوږې د مخنیوي لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

نور یی ولوله | بخښنې سازمان طالبانو ته: خبريالان خوشې کړئ، خبریال مه نېسئ

د ماشومانو د ژغورنې ادارې (سېف د چلډرن) د افغانستان د څانګې رئیس کرېس نیامانډا وویل: “مرستندویه هېوادونه باید په ۲۰۲۲ کال کې د بشري مرستې لپاره سخاوتمندانه ګامونه پورته کړي، که نه نو زیات شمېر ماشومان به مړه شي. حقیقت همدومره ساده او وحشتناک دی.”

‎په بیانیه کې زیاته شوې چې نړۍ باید د افغانستان د شتمنیو کنګل د پای ته رسولو لپاره د ګامونو په پورته کولو سره او دغه هېواد ته د نغدو پیسو د لېږد رالېږد د زیاتوالي لپاره د افغانستان د اقتصاد د ثبات په خاطر لارې چارې ولټوي. وړاندې هم د ماشومانو د ژغورنې دغه سازمان ویلي و چې دوه پر درېیمه برخه افغان ماشومان په ۲۰۲۲ کال کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره سمدستي مرستو ته اړتیا لري.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button