د اسیا جام مهالوېش؛ افغانستان له سریلانکا، بنګلهدېش او مالیزیا سره په یوه ګروپ کې دی

د کرکټ اسیایي شورا د اسیا جام مهالوېش او د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو ځوانانو سیالیو ګروپونه اعلان کړل. افغانستان په «B» ګروپ کې له سریلانکا، بنګلهدېش او مالیزیا سره سیالي کوي.
د کرکټ اسیایي شورا د معلوماتو له مخې، د ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا جام یو ورځنۍ سیالۍ به د عمان په کوربهتوب د نومبر په ۵مه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۴مې دوام وکړي.
د اسیا جام مهالوېش او د لوبډلو ګروپونه
په «A» ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او نیپال شامل دي. په «B» ګروپ کې بیا افغانستان، سریلانکا، بنګلهدېش او مالیزیا ځای لري.
د اعلان شوي د اسیا جام مهالوېش له مخې به لوبډلې د نومبر په لومړۍ نیمایي کې د اتلولۍ لپاره له یو بل سره مخامخ شي.
افغانستان به له درېیو پیاوړو سیالانو سره په یوه ګروپ کې وي او هڅه به کوي چې د راتلونکي پړاو لپاره لار ومومي.
افغان لوبډله په عمان کې چمتووالی نیسي
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د هېواد د ۱۹ کلنو ملي لوبډله به د اکټوبر په ۱۰مه عمان ته سفر وکړي.
ټاکل شوې افغان ځوانان د اکټوبر له ۱۳مې تر ۲۳مې د بنګلهدېش د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ سیالۍ وکړي.
افغان لوبډله به د اکټوبر په ۲۷مه او ۳۰مه د عمان د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې هم دوه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
کرکټ بورډ وايي، دغه اووه لوبې د اسیا جام لپاره د افغان ځوانانو د چمتووالي برخه ده او لوبډلې ته به د اصلي سیالیو تر پیل مخکې د تمرین فرصت برابر کړي.



