لوبې خبرونه

د اسیا د اتو اېمرجنګ لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ لوبې کېږي

د اتو اسیایي لوبډلو تر منځ به د اېمرجینګ کپ سیالۍ سبا پنجشنبه پیل شي

د اسیا د کرېکټ شورا په نوښت د اتو اسیایي لوبډلو تر منځ د ‘اېمرجېنګ کپ سیالۍ’ د پنجشنبې پر ورځ په سريلنکا کې پیلیږي.

د دې سیالیو پرانیسته د افغانستان او عمان لوبډلو تر منځ په لوبه پیلیږي.

په دې اتلولیو کې د افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، شري لنکا، عمان، نیپال او متحده عربي اماراتو اېمرجېنګ لوبډلې ګډون کوي.

افغانستان په لومړي پړاو کې درې لوبې لري او لوبډله به یې له عمان وروسته له شري لنکا او بنګله دېش سره بخت ازمایي.

دغو لوبو ته نوي لوبغاړي اخیستل شوي

د اسیا دغې اتلولیو ته ګډون کوونکو هېوادونو هغه لوبغاړي استولي چې ځانونه ورو ورو په ملي لوبډله کې لوبېدو ته جوګه کوي او یا یي په ملي لوبډلو کې ځای ندی موندلی.

افغانستان د شاهد کمال په مشرۍ ځینې وړ او داسې لوبغاړي غوره کړي چې په دې وروستیو کې په کور دننه په کرېکټ کې ښه ځلیدلي.

د ځوانو او نویو لوبغاړو تر څنګ د ملي لوبډلې پخوانی د پیل توپ وهونکی نور علي ځدراڼ هم د اېمرجنګ لوبډلې برخه ده، چې له مودو وروسته د افغانستان په استازولۍ لوبو ته استول شوی دی.

په افغان لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل دي

په یاده لوبډله کې د شاهدالله کمال او نور علي ځدراڼ تر څنګ زبید اکبري، بهیر شاه، الله نور، اکرام عليخېل، ریاض حسن، احسان الله جنت، بهیر شاه محبوب، شرف الدین اشرف، اسحق رحیمي، ضیا اکبر، نوید اظهار، سلیم صافی،بلال سمیع ،ابراهیم عبدالرحیمزی او وفادار مومند غوره شوي دي.

دغه راز په احتیاطي لوبغاړو کې عبدالمالک، اصغر اتل، عبدالباقي او ذهیب زمانخېل اخېستل شوي دي.

افغانستان په دې ډول سیالیو کې خپله لوبډله د ‘افغان ابدالیان’ په نوم نومولوي.

نور ولولئ: سريلانکا سره لوبلړۍ ته افغان کرکټ بورډ لوبډله اعلان کړه

د افغان ابدالیان لوبډلې لوبډلمشر شاهد کمال د ‘چارشنبې’ پر ورځ د نورو لوبډلمشرانو سره په یوه خبري غونډه کې د خپلې لوبډلې د چمتووالي په اړه وغږېد او په وینا یې لوبډلې یې دغې لوبلړۍ ته بشپړ چمتووالی نیولی دی.

د پاکستان شاهین لوبډله چې د اسیا اېمیرجنګ سیالیو کې به د پاکستان استازولي کوي

اخوا پاکستان د محمد حارث په مشرۍ د ‘پاکستان شاهین’ په نوم لوبډله دغې سیالیو ته غوره کړي.

په دغې پاکستانۍ لوبډله کې د ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي هم شامل دي.

پاکستان د سر درې لوبې له نیپال، متحده عربي اماراتو او هند سره کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button