سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

د افغانانو خپل منځي خبرو پر لار پراته مشکلات

افغانستان کې د پېړيو راهيسې جګړه روانه ده او د امرېکې په شمول لسګونه هېوادونه پکې جنګونه کوي خو اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید سولې لپاره کار وشي او د سولې په نتیجه کې افغانستان یو ارامه پرامنه هیواد وګرزي. د سولې لپاره ټولو نه مهمه خبره دا ده چې د سېمې هېوادونه په دغه پروسې کې خپل مهم رول ولوبوي،


د امریکا متحده ایالاتو مخکې ويلي وه چې دويي  غواړي په افغانستان کې خپله ١٨ کلنه اوږده جګړه پای ختمه کړي  او افغانان نور د افغانستان  په سياسي راتلونکي سره جوړ راشي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيود په استراليا کې و او هلته يې د افغانستان په اړه د امريکا د دريځ په باره کې ویل ” د امريکا  جمهور ریس ډونلډ ټرمپ روښانه کړه چې غواړي يو ډيپلوماټيکه حللاره پيدا کړو چې پر مټ يې په افغانستان کې خپل پوځي حضور کم کړو. .

زلمۍ خلیلزاد او طالبانو په دوحه کې د پرېکړې نهايي کېدو ته نزدې شوي وو، چې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پخپل ټويټ کې څرګند کړي و، چې که د امريکا او طالبانو تر منځ هوکړه ليک نهايي شو، ورسره سم به امريکايان له افغانستان نه اوځي او له دې سره زموږ او افغان لوري د خبرو لار کې دا خنډختم شي،.

همدا و چې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون د ١٣٩٨ کال د کب په ١٠ نېټه لاسليک شو او تړون سره سم به وروسته تر دې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل وار را ورسېږي، تمه وه چې که دا پړاو سرته ورسېږي نو افغانان به بشپړې سولې ته لاره پيدا کړي خو لا هم بین الافغاني مزاکرات ندي پيل شوي،.

بازې سرچينو ویلي وو چې بين الافغاني مذاکرات به ژر په قطر کې پيل شي. د ګڼو رسنيو د راپورونو سره سم د روژې مياشت کې د طالبانود رهبري شورا موافقه کړې چې بین الافغاني مذاکرات دې شرع  شي او د یادې شورا وروستۍ ناسته کې پرېکړه شوې چې د بين الافغاني مذاکراتو پر ایجنډا دې هم کار وشي، .

بلخوا د مصالحې مشر ډاکټرعبدالله ويلي، چې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل تر نېټې پورې هڅه کوو چې تر څو ټول (5000) طالب بنديان خوشې  او يا هم دومره شمېر له زندانو خوشي شي چې د دواړو لورو پرې موافقه وشي. همداراز د بين الافغاني مذاکراتو د شرع کېدو څخه مخکې بايد پورته شمېر طالب بنديان او ١٠٠٠ تنه د امنيت کارکوونکي له زندان نه خوشې شي،

دکویډ۱۹ ناروغۍ  په اړه رسمي خبرې نشته چې د سولې پروسه دې ټکنۍ کړي وي، خو داسې ګونګوسی دی چې د افغان دولت ځينې کليدي کسان لکه حنيف اتمر، دېته ورته نور مشران او د طالبانو ځينې مهم غړي په ياد ويروس اخته شوي دي،

د دواړو لورو لخوا اماده ګۍ نيول کېږي چې ددې پروسې د وړاندې تګ لپاره د جون په نهمه  د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه د  افغان سولې د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی و

افغانان باید په خپلو کې سره په یو اتفاق شي او دغه روانې جګړه باید په اتفاق سره ختمه کړي ترڅو عام وګوي کړۍ شي چې خپل هیړاد افغانستان کې به ارامه فضا کې ژوند وکړي افغانان د ډېر وخت راهېسي د پردیو په جګړه کې ښکېل دي نو اوس هم وخت تلۍ ندۍ چې سیاسيون په یو میز سره کیني او دې روان بحران دې د حل لارو باندې خبرې اترې وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button