ژوند

د افغانانو دودیز خواړه

د افغانانو دودیز خواړه زموږ د کلتور خوندور اړخ بلل کېږي

په افغانستان کې دودیز خواړه یوازې خواړه نه بلکې دغه خواړه کلتوري رېښې لري. دودیز خواړه زموږ په هېواد کې د جغرافیايي او قومي تنوع نښه ده.

زموږ د افغانانو دودیز خواړه په هره سیمه کې جلا، جلا دي. مثلاً: په خوست، پکتیا، پکتیکا او لویه پکتیا کې د میو وریجي دي، خو په شمالي ولایتونو کې بیا کابلي پلو، منتو، اشک او نور خواړه دي چې خلک یې له پېړیو راهیسې پخوي او بېل، بېل خوند لري. حتی هغه سیمې چې دا خواړه لري، په خپله ښکاري چې کوم خلک یې کوم ډول رواجونه لري.

afghan (1)
لېټۍ؛ لېټۍ په اوړو کې پخیږي او بیا ورباندې د غوا غوړي ګډېږي

د خوست او پکتیا مۍ رویجې

د خوست او پکتیا په ودونو، مېلو، مېلمه‌پالنه او نورو مراسمو کې مۍ وریجې خورا مشهور خواړه دي. دغه خواړه ددې سیمو د خلکو هغه دودیز خواړه دي چې له پېړیو راهیسې یې پر خپل دسترخوان ږدي او مېلمه ته یې تیاروي.

مۍ وریجې به حتی شاهانو او وزیرانو ته هم تیارېدې. مثلاً: خان ببرک خان ځدراڼ د افغانستان پخواني پاچا نادرخان او د هغه لښکر ته په مېلمستیا ورکولو کې مۍ وریجې تیارې کړي وې او دده لښکر یې پر میو او وریجو ساتلی وو.

afghan (2)
د افغاني خوړو بل ډول اشک دي

مۍ او غټې وریجې یو ځای په اوبو کې ایشول کېږي. کله چې پخې شي، بیا یې په یوه لوی کنډول یا لوښي کې اچوي، د وریجو په منځ کې د غوړو په خاطر یو ځای جوړوي چې وروسته په کې د غوا اصیل غوړي اچوي او خلک له کنډول چاپېره کېږي، هر یو له وریجو ګوله جوړوي او بیا یې په غوړو غوپه کوي چې تر ټولو خوندور خواړه بلل کېږي.

نور ولولئ: جنسي اړیکو ته د کمې لېوالتیا لاملونه

نور ولولئ: د جنسي پیاوړتیا زیاتولو لپاره لاندې خواړه وخورئ

کابلي پلو

کابلي پلو په کابل او شمالي ولایتونو کې د افغانانو نور مشهور او دودیز خواړه دي.

afghan (3)
کابلي پلو

کابلي پلو په بېلابېلو بڼو پخېږي چې دا هم د میو وریجو په څېر له خونده او ذایقې مالمال خواړه دي. زموږ افغانان دغه خواړه په ودونو، کوزدو، ځانګړو مراسمو او د اختر په شپو او ورځو کې پخوي او خپل دسترخوانونه ورباندې ښکلي کوي.

کابلي پلو لپاره غوښه، غوړ، پیاز، مساله، گاجر، ممیز، خرما، د بادامو ټوټې او د پستې ټوټې، باربیري او وريجو ګډ سره پخېږي.

afghan (4)
منتو

یوازې دا دوه ډوله خواړه نه دي چې افغانان یې پخوي بلکې دوی قُرت، شیدي، بولاني، په ژمي کې لاندي، منتو، اشک او څو نور خوندور خواړه یې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پخېږي او په افغانانو کې مینه وال لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button