لوبې خبرونه

د افغانستان اوبنګله دیش لوبډلو میچونو تازه جزیات

ټاکل شوې ده چې د افغانستان نولس کلنه کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش په سفر خپله وروستۍ سیالي سبا پیل کړي. دغه سیالۍ څلورورځنۍ ده او د نولس کلنو ځوانو لوبغاړو د ټيسټ یا «یوت ټیسټ» سیالۍ په نوم یادیږي.

له دې وړاندې افغان نولس کلنې لوبډلې د خپلې بنګله دېشۍ سیالې په وړاندې ۵ یوورځنۍ سیالۍ ترسره کړې چې پکې افغان لوبډلې دوه لوبې وګټلې او پاتې درې لوبې کوربه لوبډلې په خپل نوم کړې.

20210823 110837

د دواړو لوبډلو ترمنځ به یوازېنۍ ټيسټ لوبه سبا د بنګله دېش په سیلهیټ نړیوال لوبغالي کې پیل شي چې څلور ورځې به دوام وکړي، د دغې سیالۍ لپاره افغان لوبډلې ښه تمرینات ترسره کړي دي او د روزونکو ډلې به پوره معلومات شوی وي چې له څه ډول لوبډلې او کوم پلان سره لوبې ته ولاړ شي.

په یوورځنیو سیالیو کې ډېر لوبغاړي ولوبېدل، د سفر ټولو نولس لوبغاړو لوبې وکړې، یو شمېر لوبغاړو پوره پنځه، ځینو نورو ۴، ځینو درې او بیا یو شمېر نورو یوازې ۲-۲ لوبې وکړې،

ځینو لوبغاړو حتی له خپلو لومړیو لوبو هم ښه ګټه واخیسته او ځانونه یې ثابت کړل خو یو شمېر نورو بیا په ټولو ۴ یا پنځو لوبو کې هم له ځانه پوره وړتیا ونښودلی شوه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button