سیمه

د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو نوی باب؛ د متقي او پزشکیان مهمه کتنه

اړوند خبرږنه:

د ایران ولسمشر: له افغانستانه د اوبو د حق د ترلاسه کولو په اړه خبرې کوو

طالبانو په کابل کې د ایران له نوي سفیر سره لیدلي

د ایران نوی ټاکل شوی ولسمشر، مسعود پزشکیان، د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د یو مهمې کتنې په ترڅ کې له افغانستان سره د هر اړخیزو همکاریو لپاره د خپل هېواد چمتووالی ښوولی. دا کتنه د «تهران د خبرو اترو مجمع» په څنډه کې د یکشنبې په ورځ ترسره شوې ده.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو، د افغان کډوالو وضعیت، اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه هراړخیز بحث شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) حساب کې لیکلي، چې ولسمشر پزشکیان افغانستان ته د یو “ښه ګاونډي” په سترګه ګوري. د هغه په وینا، د ایران ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او امنیتي همکاریو د پراخېدو هیله څرګنده کړې.

پزشکیان دا هم ویلي چې تهران به د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو چمتو کول جاري وساتي او له کابل سره به نږدې تماسونه لا پیاوړي کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي بیا له ایران سره د اړیکو د پراخوالي غوښتنه کړې. نوموړي ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د سوداګرۍ کچه لوړه کړي، د نشه‌يي توکو پر ضد ګډه مبارزه وکړي او د افغان مهاجرو د ستنولو بهیر تدریجي او له واضح پلان سره پر مخ یوسي.

دا هم ولولئ:  د طالبانو بهرنیو چارو وزیر متحده عربي اماراتو ته په سفر روان شو

متقي له ایراني لوري غوښتي چې دغه بهیر باید داسې تنظیم شي چې نه د کډوالو اقتصادي فعالیتونه له خنډ سره مخ شي او نه هم پانګوال زیانمن شي.

دا کتنه په داسې حال کې ترسره شوې چې ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې فشارونه زیات شوي. ګڼ شمېر افغانان د نیونو، زورزیاتي او جبري ایستنې له ګواښ سره مخ دي. په تېرو میاشتو کې ګڼې ویډیوګانې او راپورونه خپاره شوي چې ښيي زرګونه افغان کډوال د قانوني اسنادو سربېره هم له ایرانه ایستل شوي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button