سیمه‌ییزه سیاست او امنیت – د سیمې هیوادونو اغیزې او خبرونه

د افغانستان او ایران د انرژۍ همکاري؛ تهران په افغان بازار کې د پانګونې فرصتونه څېړي

د افغانستان او ایران د انرژۍ همکاري د دواړو هېوادونو د انرژۍ وزیرانو د تازه خبرو محور وه؛ داسې خبرې چې تر ډېره په افغانستان کې د برېښنا د تولید، لېږد او وېش په برخو کې د پانګونې پر امکاناتو متمرکزې وې.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخندزاده په کابل کې د ایران د نیرو له وزیر عباس علي‌آبادي سره کتلي دي. علي‌آبادي له یوه پلاوي سره افغانستان ته تللی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په دې خبرو کې د انرژۍ د تولید او لېږد ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي تجربو پر شریکولو هم بحث شوی دی.

د افغانستان او ایران د انرژۍ همکاري پر کومو برخو متمرکزه ده؟

افغانستان لا هم د خپلې برېښنا د اړتیا یوه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردوي. له همدې امله د کورني تولید زیاتول او د انرژۍ په بنسټیزو پروژو کې د پانګونې جلبول د دغه هېواد لپاره مهم بلل کېږي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه لیدنه کې ایراني لوري ته په افغانستان کې د انرژۍ د تولید، انتقال او توزېع په برخو کې د پانګونې شته فرصتونه هم وړاندې شوي دي.

خو تر اوسه د کومې مشخصې پروژې، د احتمالي پانګونې د اندازې یا د عملي کار د پیل په اړه جزئیات نه دي اعلان شوي.

ایران ته د افغان وزیر د سفر بلنه

عباس علي‌آبادي د خبرو په پای کې محمد یونس آخندزاده ته ایران ته د سفر بلنه هم ورکړې ده. ویل شوي چې د سفر پر مهال به نوموړی د ایران د اوبو او انرژۍ د سکټور وضعیت له نږدې وګوري. د افغانستان او ایران د انرژۍ همکاري

د سفر نېټه او تفصیلي اجنډا نه ده اعلان شوې.

که دغه خبرې په مشخصو پروژو بدلې شي، د افغانستان او ایران د انرژۍ همکاري ښايي د برېښنا د تولید، شبکو او تخنیکي تجربو د شریکولو برخو ته پراخه شي. اوس مهال، خو خبرې د همکاریو او پانګونې د فرصتونو د ارزونې په پړاو کې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button