سپورټ

د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ د لوبي به کله وي؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخپل کلني مهالویش کې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ لوبو سربېره یو شمېر نورې لوبې هم لري، چې له هغې جملې له ایرلېنډ سره پنځه شل اوریزې لوبې مهالویش شوي دي.

دغه لوبې چې د نړیوال شل اوریز جام ته د تیارولو په موخه ترسره کېږي، چې په ایرلېنډ کې ترسره کیږي، چې اوس یې تازه مهالویش او نېټې په ډاګه شوې.

د کرکټ بورډ د راپور له مخې:((ټاکل شوې افغان ملي لوبډله د روان کال د اګست له ۹مې تر ۱۷ مې نېټې پورې د ایرلنډ په کوربه توب له یاد هېواد سره په پنځه شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړي.))

نور یی ولوله | که طالبان د نجونو ښوونځي خلاص نکړئ، نړۍ سره به ېې رابطه ښه نه شي

کرکټ بورډ زیاتوي، چې دا لوبې د اګست په میاشت کې په ترتیب سره په ۹، ۱۱، ۱۲، ۱۵ او ۱۷مه نېټه د ایرلېنډ په سټارمونټ لوبغالي کې ترسره شي.

د راپور له مخې، له ایرلېنډ سره یوه ټیسټ، درې یوه ورځنۍ لوبې هم مهالویش شوي، خو هغه به په کوم بل مناسب وخت کې ترسره شي.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button