نړیوال خبرونه

که طالبان د نجونو ښوونځي خلاص نکړئ، نړۍ سره به ېې رابطه ښه نه شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ مارچ ۲۳ (وري دریمه) په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د ځنډیدلو په غبرګون کې ویلي دي چې زده کړه بشري حق دی او امریکا د افغانستان له خلکو سره د کړیو ژمنو د نه عملي‌ کیدو په اړه د طالبانو پلمې نه مني.

خو بیا د طالبانو حکومت: چې په نوې ښوونیز کال کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي، خو اوس وایي “هر کله چې په دې اړه د شرعیت، افغاني فرهنګ او رسم او رواج سره برابره جامع طرحه جوړه شي، ښوونځي به د ټولو نجونو پر مخ پرانیستل شي.” د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی انټوني بلینکن ویلي:”که د طالبانو دا پریکړه فورا فسخه نشي، دا به د افغانستان خلکو، د اقتصادي ودي لپاره د هغه هیواد لید او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کیدو په برخه کې د طالبانو هیلو ته جدي زیان ورسوي.”

ښاغلی بلینکن زیاته کړه: په ټول افغانستان کې د لیسې په کچه نجونې له درسي ټولګیو راګرځول شوي او هغوی ته ویل شوي چې تر ثاني امر پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي. نوموړې وویلی:”موږ د افغان نجونو او د هغوی د کورنیو تر څنګ ولاړ یو.”  بلخوا د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټامس ویسټ ویلي دي چې د طالبانو په دې پریکړه ډیر خپه شوی دی.

ښاغلي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دا هغو تعهداتو سره “خیانت” دی چې طالبانو د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره کړي دي. ښاغلي زیاته کړې طالبان باید له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کیدو په هدف د نجونو پر مخ د ښوونځیو ورونه خلاص کړي.

نور یی ولوله | په افغانستان کې د ۴ ښځو په شمول ۱۱ خبریالان له منځه تللی

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند او د خپرونو رئیس عزیز احمد رایان ویلي دي چې د نجونو ټول متوسطه او لیسه ښوونځي به تر ثاني امر پورې ځنډیدلي. امریکایي سناتورې جین شاهین چې افغان میرمنو د حقونو ملاتړې ده د یوه ټویټ په کولو شدید غبرګون ښودلی او ویلي دي چې د یوه ښځینه سناتورې په توګه د طالبانو دا اقدام غندي.

هغې د یوې بیانې په خپرولو سره ویلي دي نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره ددې بې عدالتي او د افغان میرمنو د ازادیو او حقونو د دوامداره نقض په اړه حساب کتاب وکړي. تر اوسه طالبان د نړۍ د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت ندي پيژندل شوي او اکثریت هیوادونه د نجونو او میرمنو سره د طالبانو د چلند، د پخوانیو پوځیانو او دولتي چارواکو سره د ناوړه رفتار او د بشري حقونو د نقض د تورونو له امله په رسمیت د طالبانو پيژندلو ته زړه ندی ښه کړی. د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې وه، په خاص ډول میرمنې له کار کولو او زده کړو څخه بې برخې وې.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button