د افغانستان او بنګلهدیش ټېسټ لوبه؛ افغانستان ته د ۴۷۹ منډو هدف وټاکل شو

د افغانستان او بنګلهدیش ټېسټ لوبه؛ بنګلهدېش د لیټن ډاس د سلیزې په مرسته افغانستان ته د بریا لپاره د ۴۷۹ منډو هدف ټاکلی دی.
د افغانستان او بنګلهدیش ټېسټ لوبه په څلورمه ورځ مهم پړاو ته رسېدلې او بنګلهدېش افغانستان ته د بریا لپاره د ۴۷۹ منډو لوی هدف ټاکلی دی.
بنګلهدېش په خپله دویمه پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۳۷۲ منډې وکړې او وروسته یې پاڼۍ اعلان کړه. په دې سره د بنګلهدېش ټول مخکښوالی ۴۷۸ منډو ته ورسېد.
د افغانستان او بنګلهدیش ټېسټ لوبه؛ لیټن ډاس سلیزه ووهله
لیټن ډاس د بنګلهدېش په دویمه پاڼۍ کې مهمه توپوهنه وکړه او د سلیزې په جوړولو یې د خپلې لوبډلې د لوی هدف په ټاکلو کې اساسي رول ولوباوه.
د افغانستان لپاره سلیم صافي، یمین احمدزي او ضیاالرحمن هر یوه دوه ویکټې واخیستې، په داسې حال کې چې قیس احمد یوه ویکټه ترلاسه کړه.
افغانستان د ۴۷۹ منډو له لوی هدف سره مخ دی
بنګلهدېش په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۶ منډې کړې وې، خو افغانستان د خپلې لومړۍ پاڼۍ په پای کې ۲۴۰ منډې جوړې کړې او ۱۰۶ منډې شاته پاتې شو.
اوس د افغانستان او بنګلهدیش ټېسټ لوبه د افغان لوبډلې لپاره حساس پړاو ته رسېدلې ده. افغانستان باید د بریا لپاره په وروستۍ پاڼۍ کې ۴۷۹ منډې پوره کړي.




