کورني خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار پر سر ستونزې

د راپورونو له مخې د پاکستان او افغانستان تر منځ پر ډيورنډ کرښه يو ځای تړل شوی اغزن تار د افغان طالبانو له لوري وړل شوی دی د سې شنبې پر ورځ پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې ويډيوګانې ښي چې د افغان طالبانو ځانګړي ځواکونه د ډيورنډ کرښې اوږدو کې له يوه ځای څخه اغزن تار راټولوي او له ځانه سره یې وړي

ويډيوګانو کې ادعا کېږي چې اغزن تار د افغانستان په خاوره کې لګول کېده او هلته افغان چارواکو توند غبرګون ښودلی دی دا ويډيو د افغانستان د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې شوې دا سيمه د خيبرپښتونخوا قبايلي سيمې مومندو سره نښتې ده د يادونې وړه ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ډيورنډ کرښه ۲۴۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري او پاکستان څوکاله وړاندې پرې د کټارو او اغزن تار لګول پيل کړي

نور یی ولوله | د افغانستان لپاره د امریکا کمک رسولو په موخه د اسانتياوو برابرولو په موخه غور کیږي

پاکستان ادعا کوي چې په دې پروژې يې زياتې پيسې لګولې دي او وايي د کرښې په اوږدو کې يې د غيرقانوني تګ راتګ د مخنيوي لپاره اغزن تار لګولی دی له بلې خوا د طالبانو څخه وړاندې افغان حکومت هم د اغزن تار لګولو مخالفت کاوه. خو دا په افغانستان کې د طالبانو له واک ته راهيسې لومړی ځل دی چې اغزن تار لېرې کېږي

افغان خبريال بلال سروري پر ټوټېر هغه ويډيو او عکسونه شریک کړي چې په کې يو شمېر امنيتي کسان او اغزن تارونه چې پر ځمکه پراته دي ليدل کېږي د دې ويډيو جوړونکی يو بل کس ته وايي، “سم تارونه راوړه، بيا بل کس وايي، ټول تارونه راوړه په ټولنيزو رسنيو خپره شوې ويډيو کې يو سړی چې تر ځان يې څادر تاو کړی ښکاري چې ظاهرا پاکستاني چارواکو ته خبرداری ورکوي چې افغانستان ته دې نه ننوځي

طالبانو او يا د پاکستان حکومت رسما تراوسه د دې پېښې په تړاو څه نه دي ويلي دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګولو پر ضد لاريونونه کېږي. د تېر حکومت پر مهال هم افغان چارواکو له دې کار سره مخالفت کړي دی پر کرښه د اغزن تار لګولو پر مهال د افغانستان له لوري څو ځله بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې پاکستاني لوري ته هم مرګژوبله اړولې ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button