ټاکل شوې ده چې افغانستان او پاکستان نن (شنبه) د ترکیې په استانبول کې دوهم پړاو خبرې وکړي.
افغان او پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې دواړه هېوادونه د کړکېچ په اړه د دوهم پړاو بېړنیو خبرو لپاره ترکیې ته روان دي، څو له هغې خونړۍ نښتې وروسته خبرې بېرته پیل کړي چې په کې لسګونه کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.
د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، ګاونډي هېوادونه په یوه سخته امنیتي شخړه کې ښکېل دي چې تاوتریخوالی یې ورځ تر بلې پراخېږي، او هر لوری وایي د بل د بریدونو په غبرګون کې اقدام کوي.
پاکستان پر افغانستان تور لګوي چې وسلهوالو ډلو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي، هغه تور چې د افغانستان د طالبانو حکومت یې ردوي.
تېره اوونۍ قطر او ترکیې په خپل منځګړتوب له دواړو لورو سره د اوربند په تینګولو کې مرسته وکړه څو جګړه وځنډول شي. اوربند تر ډېره دوام کړی، خو د دواړو هېوادونو د ډیورند کرښې په اوږدو کې لارې لا هم د پاکستان له لوري تړلي دي. پاکستان یوازې هغو افغان کډوالو ته اجازه ورکوي چې په دې لارو واوړي چې له پاکستانه وځي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي چې سوداګرو ته هره ورځ په میلیونونو ډالر تاوان رسېږي، ځکه د لارو له تړل کېدو سره سوداګري او ترانزیت په ټپه ولاړ دي.
متحده عربي اماراتو د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند هرکلی وکړ
پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې له افغانستان سره خپلې سرحدي لارې نه پرانیزي. حال دا چې مخکې یې ویلي و چې د سپین بولدک لار یې د سوداګرۍ لپاره پرانیستې او تورخم هم ژر پرانیزي. خو داسي ښکاري چې پاکستان غواړي د استانبول په خبرو کې پر افغانستان د فشار راوړلو لپاره لارې بندې وساتي او له بلې خوا افغانستان ته اقتصادي زیان واړوي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د لارو د بندېدو له کبله د پاکستان تر ټولو په ستر ښار، کراچۍ کې د سرو بانجڼو او پیازو بیې ۴۰۰ سلنه لوړې شوې دي.
له بلې خوا د جګړې له امله کندهار ولایت تر ټولو ډېر زیانمن شوی، په ځانګړي ډول د سپین بولدک ولسوالي، چېرته چې په ملکي خلکو او بازار باندې د پاکستان هوايي بریدونو د خلکو ژوند واخیست او ګڼ شمېر کورونه یې ویجاړ کړل.
د جمعې په ورځ د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وویل چې د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي نجیب د استانبول په خبرو کې د افغانستان د پلاوي مشري کوي.
مجاهد زیاته کړه: “پاتې مسایل به په همدې ناسته کې وڅېړل شي.” خو نورو جزییاتو ته یې اشاره ونه کړه.
په پاکستان کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د راتلونکو خبرو په اړه نسبتاً ډېر معلومات شریک کړل.
طاهر اندرابي خبريالانو ته په خپل خبري کنفرانس کې وویل: “په تېرو دوو یا دریو ورځو کې له افغان خاورې څخه کوم لوی برید نه دی شوی. نو د دوحې خبرې او پایله یې ګټورې وې. موږ غواړو دغه لړۍ په استانبول کې او تر استانبوله وروسته هم دوام ومومي.”
پاکستان په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې له تاوتریخوالي سره مبارزه کوي چې د افغانستان خاورې ته نژدې دي. په دغو سیمو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته نه دي پیل شوي بلکې له کلونو راهیسي دوام لري.
اندرابي وویل چې «کابل ته واضح پیغام دا دی چې بریدونه ودروي، وسله والې ډلې کنټرول او ونیسي، او زموږ اړیکې بېرته عادي کېدای شي.»
هغه زیاته کړه: “موږ له چا اسمان نه دی غوښتی.”
ده د پاکستاني پلاوي د غړو په اړه یې څه ونه ویل.
د قطر په خبرو کې د دواړو هیوادونو دفاع وزیرانو او د استخباراتو ريیسانو ګډون کړی و.



