تجارت خبرونه

د افغانستان بانک اعلامیه

د افغانستان بانک مطبوعاتي اعلامیه!د افغانستانبانک په خپله فیسبوک پاڼه باندې د شخصي او دولتي بانکونو او د دوی دپیسودخوندي ساتلو په اړه اهلامیه خپره کړې ده

د افغانستان بانک ټولو درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې له سوداګریزو بانکونو سره ستاسو امانتونه خوندي دي او اوس مهال د سوداګریزو بانکونو فعالیتونه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې پیل شوي دي، ټول سوداګریز بانکونه د افغانستان بانک له لوري د جوړې شوې کړنلارې پر بنسټ خپل فعالیتونه تر سره کوي او ډېر ژر به د بانکي او مالي نظام ټول فعالیتونه نارمل حالت ته را وګرځي.

fb img 1630572989084

د افغانستان د اسعاري زیرمو د کنګل کېدو په اړه تر دا مهاله د افغانستان بانک ته د اړوندو مراجعو له لوري کوم رسمي خبر نه دی رسېدلی، دې بانک هم د رسنیو له لارې دا خبر تر لاسه کړی دی. د همدې خبر په تر لاسه کولو سره د افغانستان بانک عامل پلاوی د یادې ستونزې د حل په موخه لاس په کار شوی دی

او یاده ستونزه یې د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکه کړې ده، په دې اړه لازم اقدامات شوي دي او یاده ستونزه به په نږدې راتلونکي کې ژر تر ژره حل شي.

د افغانستان بانک په هېواد کې د بانکي او مالي نظام د پرمختګ لپاره ژمن دی او د دې بانک رهبري هڅه کوي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره غوره بانکي او مالي اړیکې ولري.درنښت د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button