د افغانستان بانک رييس: د نيمروزپه شمول به ډېرژر بازې ولایاتو کې د افغانيو ترويج پيل شي

د افغانستان بانک ریس لدې وړاندې هم د افغانیو پیل او چلیدل د جلااباد ښار نه پیل کړل.اوسمهال په جلال اباد کې د افغانیو د چلیدو لړۍ دوام لري او دولت عامو خلکو ترڅنګ دوکاندارانو ته د افغانیو د استعمال کمپاین کوي دغه کار په ننګرهار کې پلي شوۍ دۍ او ښايي دا کمپاین نورو ولایتونو ته هم وغزيږي.او ډیر ژر به د افغانیو ترویج پکې پیل شي.
د افغانستان بانک رييس واحد نوشېر وايي، چې په نيمروز، فراه او هرات ولايتونو کې هم د افغانيو ترويج پيلوي. نوموړي دا خبرې په خپل فېسبوکپاڼه کې کړې دي، ياد ولايتونه د افغانستان هغه ولايتونه دي چې له ايران سره په پوله پراته دي او تر ډېره پکې راکړه ورکړه په ايراني کرنسي باندې ترسره کېږي.
څو مياشتې مخکې د خوست والي حليم فدايي په خوست کې د کلدارو د مخنيوي او د افغانيو د ترويج په تړاو سخت ګامونه پورته کړل او په بشپړ توګه يې په دغه ولايت کې په کلدارو بندېز ولګاوه، چې اوس په ياد ولايت کې ټوله راکړه ورکړه په افغانيو ترسره کېږي.
له هغه وروسته لکه څنګه چې مونږ مخکې یاده کړه. د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل هم د کلدارو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړل او د بشپړ بندېز لپاره يې ورته نېټه وټاکله، چې اوس په ياد ولايت کې هم ټوله راکړه ورکړه په افغانيو ترسره کېږي.
د دې تر څنګ کونړ، لغمان او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم واليانو د کلدارو د مخنيوي او د افغانيو د ترويج لپاره پراخه کمپاين ترسره کړ.
خو د کلدارو له بندېدو او د افغانيو د رايج کېدو سره سم د نرخونو د لوړېدو په اړه هم اندېښنې ښکاره کېدې، چې وروسته يې خلکو بېلګه وليدله، همدا غوښتنه اوس خلک د افغانستان بانک رييس واحد نوشېر څخه هم کوي، چې په نيمروز، فراه او هرات ولايتونو کې دې د افغانيو د ترويج سره سم د نرخونو د کنټرول لپاره هم کار وکړي.
دا هم باید یاده کړو چې که مونږ غواړو چې د خپل هیواد اقتصاد ته کار وکړو نو باید ټول هیوادوال په ټولو ولایتونو کې د افغانیو استعمال پیل کړو او خپله راکړه ورکړه په افغانیو وکړو تر څو د سوداګرو ترڅنګ مملکت ته ګټه وشي او د افغانستان اقتصاد په ځان بسیا شي او ملي عوایدو ته مو ګټه ورسیږي.