کورني خبرونه

د افغانستان بلخ ولایت کې ۱۶ زره ماشومان درانه کارونه کوي

یوازې په بلخ ولایت کې ۱۶زره ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي

طالب چارواکي وايي، په دغه ولايت کې څه باندې ۱۶ زره ماشومان د سړک غاړه ته او نورو ځایونو کې پر سختو او درنو کارونو بوخت دي.

د معلوماتو له مخې، د دغو ماشومانو يو شمېر يې د خښتو په بټيو کې د خپلو کورنيو له مشرانو سره يوځاى کار کوي.

د يادو ماشومانو له ډلې ١١ کلن ولید وايي، چې هر سهار پنځه بجې د خښتو بټۍ ته ځي او تر ماښام ناوخته کار کوي.

نور ولولئ: یو میلیون افغان ماشومان درانه کارونه کوي

هغه زیاتوي، دغه کار د بې‌وزلۍ له امله کوي، کنه غواړي چې د نورو ماشومانو په څېر زده‌کړې وکړي.

نوموړی وایي: «نور ماشومان چې مکتب ته ځي، خوښېږي مې چې زه هم لاړ شم، خو غریب یو او مجبور یو کار وکړو، ورځ کې شاوخوا دوه سوه خښتې وهم او پیسې راکوي.»

دغه راز يو بل ماشوم یاسین هره ورځ له سهاره تر ماښامه د خښتو په بټۍ کې کار کوي او دوه سوه افغانۍ مزد ترلاسه کوي.

نوموړی وایي، ښوونځی یې څلورم ټولګي کې پرېیښی خو غواړي بېرته يې پيل کړي.

هغه وويل: «کور کې مو اقتصادي مشکلات ډېر دي، مجبور يو کار وکړو کنه اوس بايد ما مکتب ويلاى.»

دغه ماشومان له خراب اقتصادي وضعیت کړېږي

بلخوا، ۵۵ کلن دلاور چې له سرپله بلخ ولایت ته کډه شوى وايي، ټول خلک غواړي چې خپل ماشومان ښوونځيو او مدرسو ته ولېږي خو د ناچارۍ له امله مجبور دي کار پرې وکړي.

نوموړی زیاتوي، د مزارشریف په ګورمار سیمه کې د یوې بټۍ ترڅنګ ۲۵ کورنۍ ژوند کوي او د ټولو کورنیو ماشومان په دغو بټیو کې د خښتو پر وهلو بوخت دي.

دغه ماشومان د زده‌کړو کولو وس نه لري

حفیظ الله چې دوه زامن یې د خښتو بټیو کې کار کوي، زیاتوي، بې‌وزلۍ اړ کړی چې ماشومان زده‌کړو ته ونه لېږي او د خښتو بټۍ کې کار وکړي.

په دې اړه د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ريیس مفتي نصیراحمد ابوخالد پژواک ته وويل، تېر کال د یونیسف دفتر په مرسته د یوې سروې له مخې معلومه شوه چې په دغه ولايت کې ۱۶۰۹۴ ماشومان د سړک غاړو ته او نورو ځایونو کې پر سختو کارونو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټول افغانستان کې کم عمره ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button