افغانستان

د افغانستان ختیځ دوو شدیدو زلزلو ولړزاوه

اړوند خبر:

زلزله؛ د مړو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ ته ورسېده

د لومړۍ زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې و، مرکز د اسعداباد ښار د لوېدیځ ـ جنوب لوېدیځ په شاوخوا ۲۲ مایله لېرې ثبت شوی دی، او بله زلزله، چې شدت یې د ریښتر ۴.۵ درجې و، د جلال اباد ښار له شمال ختیځ څخه شاوخوا ۱۵ میله لېرې ثبت شوې ده.

د USGS په وینا، دواړه زلزلې سطحي وې او د دوشنبې د ورځې له ویجاړوونکې زلزلې وروسته شوې چې شدت یې ۶.۰ درجې و او د افغانستان په ختیځ کې یې تر اوسه تر ۲۲۰۰ ډېر کسان وژلي دي. د هماغې اوونۍ د لومړنۍ زلزلې مرکز د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ ته نژدې و، چې د اسعداباد له لوېدیځ ـ سوېل لوېدیځ څخه ۲۲ میله او د جلال اباد له ختیځ ـ شمال ختیځ څخه ۱۵ میله لرې پروت دی.

چارواکو تر اوسه د پنجشنبې د زلزلو په اړه د زیانونو یا تلفاتو راپور نه دی ورکړی.

خو ځینې لومړني راپورونه ښيي چې په لومړۍ زلزله کې چې د ماخوستن په ۸ بجې او ۵۹ دقیقې وشوه، مرګ ژوبلې او تاوانونه پېښ شوي دي. د دې زلزلې نسبتاً شدیدو ټکانونونو په کابل او اسلام اباد کې هم خلک محبوره کړل چې په وارخطایۍ له کورونو ووځي.

دا زلزلې په داسي وخت کې کېږي چې د یکشنبې او دوشنبې د شپې د زلزلې د قربانیانو لټون او زیان ځپلو ته د مرستې رسونې عملیات لا هم روان دي.

د اسلامیک ریلیف خیریه موسسې په وینا، د دې زلزلې له کبله، چې لا یې د مرګ ژوبلو او تاوانونو نهايي شمېر څرګند نه دی، په کونړ ولایت کې ۹۸ سلنه کورونه یا زیانمن شوي یا بیخي ویجاړ شوي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button