نړیوال خبرونه

د افغانستان خونو فدراسیون غړو او یو شمېر متشبثینو سره جمهوررئیس سره ناسته ترسره کړه

ولسمشر محمداشرف غني نن مازدیګر د افغانستان خونو فدراسیون غړو او یو شمېر متشبثینو سره په ناسته کې د لومړنیو خوراکي توکو په اړه د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.

په دغه ناسته کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اولیه موادو د ستراتېژیکو زېرمو برابرولو طرحې له جمهوررئیس سره شریکې کړې وې ویل، په تېره یوه میاشت کې کابو لس زره ټنه لومړني خوراکي توکي بازار ته عرضه شوي دي.وروسته د افغانستان خونو فدراسیون مرستیال د خصوصي سکتور د ستونزو او د هغو د حللارو په اړه خپل مشخص وړاندیزونه بیان کړل.

20210809 103017

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د افغانستان خونو فدراسیون غړو او متشبثینو ته په خطاب کې وویل، تر یوې میاشتې پورې به تاسې په امتحاني ډول له تعرفې معاف شئ، وروسته له دې به وضعیت ته په کتو پرېکړه کوو.

جمهوررئیس په ټینګار وویل خصوصي سکتور زما ښی لاس دی، که څوک ترې بډې اخلې ملي خیانت کوي. جمهوررئیس مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې خصوصي سکتور سره په مشوره دې په ګمرکونو کې د شفافې پروسې له لارې کارکوونکي وګوماري، ترڅو صادراتو ته لازمه زمینه برابره شي..

محمداشرف غني د چارو ادارې لوی ریاست، مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې په ګډه په مرکز او ولایتونو کې د خصوصي سکتور ستونزو د حل په اړه کار وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button