نړیوال خبرونه

د افغانستان داوبو مدیریت څنګه دۍ؟

اوبه د یو هیواد لپاره ډېره مهمې دي هر هفه هېواد چې غواړي هېواد ېې پرمختګ وکړي نو باید د نورو کارونو ترڅنګ باید د اوبو سم مدیریت وکړي، چې انسانان پرته له اوبو څخه ژوند نه شي کولای. په نړیواله کچه د تیلو او نورو سون توکو څخه د اوبو ارزښت او قیمت لوړ دی.  تیل او ګاز بدیل لري، خو اوبه بدیل نه لري،

په مډل ایسټ عربي هېوادونو کې د نفتي توکو پر نسبت د اوبو قیمت لوړ دی.له اوبو څخه د څښاک، کرنې، برېښنا تولید او ځینو نورو برخو کې ترې ګټه اخیستل کیږي. په نړۍ کې د څښاک وړ او خوږو اوبو زیرمې کمې دي. افغانستان چې د خوږو اوبو پراخه زیرمې لري او د نه مدیریت له امله ګاونډیو هېوادونو ته وړیا ډول بهیږي.

د هېواد ۶۰ سلنه خلک د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. افغانستان کابو ۸میلیون هکتاره د کرنې وړ ځمکه لري، چې اوسمهال کابو نیمایي برخه یې په سنتي او پخواني شکل کرل کیږي او پاتې نوره ځمکه شاړه ده او اصلي لامل یې د اوبو نشتوالی ښودل شوی دی، په داسې حال کې چې د اوبو او برېښنا وزارت شمیرو له مخې افغانستان کابو ۷۵میلیارد متر مکعبه د اوبو زیرمې لري، چې ۷۰ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان او پاتې ۳۰ سلنه یې د هېواد په داخل کې ترې ګټه اخیستل کیږي.

نړیواله کچه د اوبو في متر مکعب قیمت تر ۲ ډالرو ټاکل شوی دی. ایران خپلې اوبه د لویې نللیکې له لارې پر عراق پلوري. خو ایران له افغانستان د هلمند سیند اوبه چې ارزښت یې میلیاردونو ډالرو ته رسیږي، په وړیا ډول ترلاسه کوي. کچیرې افغانستان خپلې اوبه في متر مکعب په یو ډالر پر ګاونډیو وپلوري، نو د کال به ۵۰ میلیاره ډالر عاید د اوبو پلورلو څخه ترلاسه کړو.که د افغانستان پر اوبو بندونه جوړ شي، د ۲۲ میلیون کیلو واټه فی ساعت د برېښنا تولید ظرفیت لري. د افغانستان پر سیندونو د بندونو جوړولو سره هم اوبه مدیریت شي او همدارنګه د هېواد داخل کې به د برېښنا تولید ظرفیت لوړ شي.

د سیمې هېوادونو سره د اوبو پر سر سیاسي شخړې، د اوبو مدیریت برخه کې متخصص انساني ځواک نشتوالی، پر اوبو د بندونو جوړولو ظرفیت او مالي امکاناتو نشتوالی هغه ستونزې دي، چې افغانستان حکومت د خپلو اوبو مدیریت کې پاتې راغلی دی. خوشبختانه په دې وروستیو کلونو کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت هڅې پيل کړې دي، چې خپلي اوبه مدیریت کړي او پر ځینو بندونو باندې کار پيل کړی دی.

اوس افغانستان داسې یو وخت کې قرار لري چې باید د نورو ستونزو ترڅنګ د اوبو سم مدیریت ندۍ شوۍ ځکه که مونږ د خپل هېواد اوبو سم مدیریت نه کړو نو ګڼ شمېر ستونزو سره به مخ شو، افغانستان کې د برېښنا کموالۍ هم د اوبو سره تړلۍ دۍ ځکه په ټول هيواد کې د برېښنا اداره نشي کولۍ چې ۲۴ ساعته برېښنا ورپزیدي نو که مونږ د اوبو سم مدیریت وکړو نو برېښنا به مو زیاته وي کارخانې به مو ۲۴ ساعته چليږي او هیواد به نور هم پرمختګ وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button