د افغانستان د اوبو د بحران په اړه د ملګرو ملتونو دویم ځل خبرداری

اړوند خبرونه:
کاپ غونډه کې له اقلیمي بدلون ځپلو هېوادونو سره د ۴۲۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه
د اقلیمي بدلون په اړه د م.م. “کاپ ۲۹” غونډه په ازاربایجان کې پیلېږي
د انرژۍ او اوبو وزارت ویلي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د کلیو د بیارغونې او پراختیا له وزارتونو سره په همکارۍ یې له ۴۰۰ څخه زیات د اوبو بندونه جوړ کړي او ګټې اخیستنې ته یې سپارلي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري سکان پروګرام (UN-Habitat) یو ځل بیا په افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې په هیواد کې ۲۱ میلیونه کسان د اوبو، روغتیا او حفظ الصحې اړوندو مرستو ته اړتیا لري.
د دې پروګرام مشر استفاني لوس ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د اوبو د زیربنایي برخو په برخه کې سترو پانګونو ته اړتیا لري.
هغې وویل: «لوی او پرمختللي ښارونه لکه کابل، کندهار او هرات د اوبو د کمښت له بحران سره مخ دي، ځکه د ځمکې لاندې د اوبو سرچینې کمېږي. ملګرو ملتونو په څو راپورونو کې د دې وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او د جدي پانګونې اړتیا یې په ګوته کړې ده.»
په همدې حال کې د کابل او هرات یو شمېر اوسېدونکو هم په خپلو استوګنځایونو کې د څښاک د اوبو له کمښت څخه شکایت کړی او له دولت څخه یې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم مخکې د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت راپور ورکړی و چې په افغانستان کې ۳۳ میلیونه کسان د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.