نړیوال خبرونههنر او ادب

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو بغلان کې درې خبریالان نیولي

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) وايي چې طالب چارواکو په بغلان ولایت کې دوه سیمه ییز خبریالان او کمره مین نیولي دي

نوموړي مرکز ویلي چې د تنویر تلوېزیون خبریال د ملي تلوېزیون له خبریال او یوه کمره مین سره پرون چهارشنبه اپرېل په پنځمه په بغلان کې د طالبانو د استخباراتو لخوا نیول شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې د یادو سیمه ییزو خبریالانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له قید او شرط پرته یې د هغوی د ژر تر ژره خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

دغه مرکز زیاته کړې:”په بغلان ولایت کې یوې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې د تنویر تلوېزون خبریال غلام علي وحدت او په بغلان کې د ملي راډیو تلویزیون خبریال نور اغا سعادت او کمره مین صفی اللهنن سهار د بغلان ولایت د استخباراتو ریاست ته غوښتل شوي او نیول شوي دي.”

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې دغه خبریالانو درې اونۍ مخکې د بغلان ولایت مرکز پلخمري ته د داخلېدونکو دروازو د امنیتي تدابیرو په اړه راپورونه جوړ کړي وو خو وايي چې په ښکاره د ملي تلویزیون راپور د طالب چارواکو د غوښتنو مطابق نه و.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان د ټولنیزو رسنیو د قانون پر اساس، خبریالان د خپل مسلکي کار پر مهال ازاد دي او په خبره یې مسوولین باید د هغوی پر کار محدودیت رامنځته نکړي، ویې نه ګواښي بلکې ملاتړ یې وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې دغه خبریالان داسې مهال نیول کیږي چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درې ورځې مخکې د یوې طرحې د اعلان پرمهال وویل چې د یادې طرحې پر بنسټ له دې وزارت پرته بل هیڅ ارګان د رسنیو او خبریالانو په کارونو کې د مداخلې حق نلري.

په بغلان کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر دې دمه هلته د خبریالانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي

سره له دې چې هڅه وشوه په دې اړه په بغلان کې د طالب چارواکو نظر واخیستل شي خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

نور ولولئ: په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ او طالبان

دغه مرکز همدارنګه ویلي چې د ۱۴۰۱ لمریز کال راپدیخوا یې په افغانستان کې د رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۲۳۷ پېښې ثبت کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو حکومت حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د رسنیو په وړاندې محدودیتونه زیات شوي چې له امله یې سلګونه رسنۍ بندې شوي او په زرګونو د رسنیو کار کوونکي او خبریالان بېکاره شوي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button