افغانستاناقتصاد او سوداګري

د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه په استانبول کې ترسره کېږي

اړوند خبرونه: 

د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه

طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي

کابل کې د ترکیې سفارت خبر ورکړی چې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه به د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۹مه او ۱۰مه نېټه په استانبول کې ترسره شي.

دا غونډه د مرسته کوونکو هېوادونو د نوښتونو او پروژو ترمنځ د همغږۍ د تامین او د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو او پروګرامونو د ارزولو په خاطر راغوښتل کېږي.

کابل کې د ترکیې سفارت د دې غونډې اهمیت یاد کړی، چې په هغې کې د افغانستان د ملاتړ لپاره د اغېزمنو لارو چارو په اړه بحث او ارزونه کېږي. دا غونډه د ګډون کوونکو هېوادونو لپاره فرصت برابروي چې د افغانستان د سملاسي اړتیاوو او ننګونو په اړه خپل نظرونه شریک کړي او د اوږدمهاله همکارۍ پر پروګرامونو ټینګار وکړي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه نمایندګۍ (یوناما) هم په خپل راپور کې ویلي چې په دې غونډه کې به د مرسته کوونکو هېوادونو استازي، نړیوال مالي بنسټونه او یوناما ګډون وکړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي ایندریکا راتواته ویلي: «که غواړو د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو، له د فقر او کړاو له کړکېچ ووځي، نو باید د فوري اړتیاوو د رفع کولو لپاره اړین وسایل برابر او په ورته وخت کې د اوږدمهاله ثبات لپاره د زمینې برابرولو ته دوام ورکړو.»

راتواته زیاته کړې: «د افغانستان خلکو ته د مرستې رسولو له پیچلو ننګونو سره سره، موږ باید د ژغورونکو مرستو څخه د دوامدارو حل لارو ته په تدریجي ډول بدلون ته دوام ورکړو، چې د زیان مننې اصلي لاملونه په ګوته کوي. دا د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره حیاتي دی.»

دا هم ولولئ:  د بازار موندنې لپاره د زنګ وهلو لارښوونې

په ۲۰۲۴ کال کې د بشري مرستو شریکانو د افغانانو لپاره ۳.۲۱ میلیارد ډالر برابر کړي، چې دا د تېر کال په پرتله د بودجې په کچه کې زیاتوالی ښيي. د یوناما د راپور پر بنسټ، «د نړیوال مالي بحران او د هغې اغېزې د بشري مرستو پر پروګرامونو او اساسي اړتیاوو د افغانستان د ثبات په برخه کې ترلاسه شوي لاسته راوړنې لکه د خوړو امنیت ښه والی او متوازن اقتصادي وده په خطر کې اچولی شي.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې نور د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام سره مرسته نه کوي.

ليكوال

  • احمد ضیا شنواری

    احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button